کابل۔17جون(اے پی پی) د افغانستان په خاوره دا مهال وده كونكې ترهګري نه يوازې پاكستان بلكې د منځنۍ او سوئيلي آسيا هېوادونو لپاره لوی چېلنج جوړ شوې ۔ د امريكائي ورځپاڼې واشنګټن ټائمز له مخې افغانستان يو وارې بيا د ترهګرۍ مركز جوړېدو سره په پاكستان د ترهګرۍ فشار زيات شوے دے٬ امريكا او دهغوې د اتحاديانو خلاف د ترهګرۍ كومه لويه منصوبه افغانستان څخه راپورته كېدې شي۔ كال …
د افغانستان په خاوره وده كونكې ترهګري نه يوازې پاكستان بلكې د منځنۍ او سوئيلي آسيا هېوادونو لپاره لوی چېلنج ګرځیدلی
کابل۔17جون(اے پی پی) د افغانستان په خاوره دا مهال وده كونكې ترهګري نه يوازې پاكستان بلكې د منځنۍ او سوئيلي آسيا هېوادونو لپاره لوی چېلنج جوړ شوې ۔ د امريكائي ورځپاڼې واشنګټن ټائمز له مخې افغانستان يو وارې بيا د ترهګرۍ مركز جوړېدو سره په پاكستان د ترهګرۍ فشار زيات شوے دے٬ امريكا او دهغوې د اتحاديانو خلاف د ترهګرۍ كومه لويه منصوبه افغانستان څخه راپورته كېدې شي۔ كال 2021 كښې افغانستان څخه د وتلو اثرات د امريكا په يو مهم همكار هېواد پاكستان هم مرتب كيږي٬ امريكا بايد پاكستان سره استخباراتي همكاري لا مضبوطه كړي ٬ د پولو نګراني لا زياته كړي۔ امريكائي انتظاميه بايد په دوحه لوظنامه يو وارې بيا غور وكړي ولې چې طالبان د خپلو لوظونو په پاللو كښې ناكامه راعلي دي۔ د پوهانو وېنا ده چې كال 2021 كښې افغانستان څخه د امريكی انخلاﺀ نه وروستو تر ټولو زیات زيان د پاكستان شوے دے۔ د افغانستان په خاوره وده كونكې ترهګري نه يوازې پاكستان بلكې د منځنۍ او سوئيلي آسيا هېوادونو لپاره لوی چېلنج جوړ ګرځيدلی دی۔











