د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او طلال چوهدري په مشرۍ كښې “پیغام امن كمېټۍ”يوه غونډه٬ محرم كښې اشتعمال انګيزۍ او فرقه واريت خپرونكې سوشل ميډيا اكاؤنټس په ضد د سختې كاروائۍ پريكړه

  اسلام آباد 16جون(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او طلال چوهدري په مشرۍ كښې "پیغام امن كمېټۍ "يوه غونډه د نهې په ورځ وشوه كوم كښې چې محرم كښې اشتعمال انګيزۍ او فرقه واريت خپرونكې سوشل ميډيا اكاؤنټس په ضد د سختې كاروائۍ پريكړه وشوه۔په غونډه كښې جيد علمائے كرام٬ لارښودو٬د اقليتي ورورولۍ استازو او اعلٰی سول او پوليس چارواكو ګډون وكړو۔غونډې ته د كورنيو …

 

اسلام آباد 16جون(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او طلال چوهدري په مشرۍ كښې “پیغام امن كمېټۍ “يوه غونډه د نهې په ورځ وشوه كوم كښې چې محرم كښې اشتعمال انګيزۍ او فرقه واريت خپرونكې سوشل ميډيا اكاؤنټس په ضد د سختې كاروائۍ پريكړه وشوه۔په غونډه كښې جيد علمائے كرام٬ لارښودو٬د اقليتي ورورولۍ استازو او اعلٰی سول او پوليس چارواكو ګډون وكړو۔غونډې ته د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې علمائے كرامو سره قوي او مستقل رابطې ته د كورنيو چارو وزارت پام لرنه كويده اعلان وكړو چې پیغام امن كمېټي به اوس د ضلعې په كچه فعاله او موثره كولې شي او د دې لپاره به يو مستقل رابطه كار(كوآرډينيټر)هم مقرر كولې شي۔محسن نقوي ښكاره كړه چې اسلام كښې د رياست په ضد بغاوت او فساد كوم ګنجائش نشته٬د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په ضد قرآن و حديث په رڼا كښې اولسي خبرتيا د وخت حاجت دے او علماﺀ دې په دې لړ كښې د اولس لارښودنه وكړي۔ده زور راوړو چې په محرم الحرام كښې د امن او امان په ځاې ساتل زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده۔د كورنيو چارو وفاقي وزير په غونډه كښې ګډون كونكي د ايران او امريكې ترمينځه شوې تاريخي امن مذاكرات تفصيلات څخه خبرولو سره ووئيل په دې مذاكرات كښې چرته وزيراعظم شهباز شريف سياسي مشري كړې هلته فيلډ مارشلد سيد عاصم منير د يو كپتان په توګه عملي ميدان كښې كليدي او تاريخي كردار ترسره كړې۔په غونډه كښې موجود علمائے كرامو په دې عظيم كاميابۍ وزيراعظم محمد شهباز شريف٬فيلډ مارشل سيد عاصم منير او د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ته پيرزوئنې وړاندې شوي۔وزير مملكت طلال چوهدري هم پیغامن امن كمېټۍ مثبت كردار وستائېلو۔په غونډه كښې علامه طاهر محمود اشرفی، سینیټر حافظ عبدالکریم، مفتی عبدالرحیم، علامه عارف حسین واحدی، پیر نقیب الرحمن، علامه محمد حسین اکبر، ډاكټر محمد راغب حسین نعیمی، مولانا طیب پنج پیری، علامه ضیاء اللہ شاہ بخاری، بشپ آزاد مارشل، راجیش کمار، سردار رمیش سنګھ اروړا پشمول منظور شوې مدارس بورډز استازو ګډون كړې۔سركاري چارواكو كښې داخله سېكرټري٬د مذهبي چارو ايډېشنل سېكرټري٬انفارمېشن سېكرټري٬چيف كمشنر او د اسلام آباد آئي جي هم موجود و۔د غونډې په اختتام د هېواد سلامتيا٬استحكام او امن اوامان لپاره خاص دعاګانې كړې

مزید خبریں