د ملكرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ صدرې د امريکې ايران لوظنامي هركلے وكړو

  ملګري ملتونه 16 جون  (اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ صدرې انالينا بيئربوك د  امريکې او ايران ترمينځه د امن لوظنامي ترسره كيدو اعلان هركلے وكړو۔ شنهوا له مخې انالينا بيئربوك يو بيان كښې وئيل د جنرل اسمبلۍ صدر د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل د دې بيان پخلے كوي چې پكښې د امريکې او ايران د هغی اعلان هركلې شوې چې دواړو هېوادونو دښمني ختمولو او آبنائے …

 

ملګري ملتونه 16 جون  (اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ صدرې انالينا بيئربوك د  امريکې او ايران ترمينځه د امن لوظنامي ترسره كيدو اعلان هركلے وكړو۔ شنهوا له مخې انالينا بيئربوك يو بيان كښې وئيل د جنرل اسمبلۍ صدر د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل د دې بيان پخلے كوي چې پكښې د امريکې او ايران د هغی اعلان هركلې شوې چې دواړو هېوادونو دښمني ختمولو او آبنائے هرمز پرانستلو لپاره يو مفاهمتي يادداښت ته اتفاق کړے۔ ده ووئيل د څو مياشتي جنګ په نتيجه كښې ګڼ شمير وګړي مړه او ژوبل شوي، شهري بنيادي ډھانچه تباه شوې ، منطقه كښې عدم استحکام پيدا شوې او نړيوال معيشت ته هم زيان رسيدلې۔ده د ثالثي کوونكو ډلو هم مننی كولو سره په ټولو ډلو زور راوړو چې سمدستي او مستقل جنګ بندۍ باندی  عمل وكړي،چې پكښې لبنان هم شامل دے او دې موقع څخه ګټه پورته كولو سره د ملګرو ملتونو منشور او نړيوال قانون له مخې د ټولو شخړو سفارتي حل ولټوي۔

مزید خبریں