غزه 16جون(اے پی پی)غزه كښې اسرائيلي پوځ په كاروائيو كښې د يوې ميرمن پشمول 4 فلسطينيان شهيدان كړي۔د العربيه اردو له مخې د غزه روغتيا وزارت بيان كښې وئېلي دي تېره ورځ د غزه په زوائده سيمه كښې د اسرائيل په بمبارۍ كښې یوه فلسطيني ميرمن شهيده شوې۔د بمبارۍ دوهمه پیښه نصيرات كښې رامخې ته شوې چرته چې د کډوالو يو كيمپ په نښه كړې شوې چې په نتيجه …
د اسرائيلي پوځ په غزه بمباري٬ د ميرمن پشمول 4 فلسطينان شهيدان

مزید خبریں
غزه 16جون(اے پی پی)غزه كښې اسرائيلي پوځ په كاروائيو كښې د يوې ميرمن پشمول 4 فلسطينيان شهيدان كړي۔د العربيه اردو له مخې د غزه روغتيا وزارت بيان كښې وئېلي دي تېره ورځ د غزه په زوائده سيمه كښې د اسرائيل په بمبارۍ كښې یوه فلسطيني ميرمن شهيده شوې۔د بمبارۍ دوهمه پیښه نصيرات كښې رامخې ته شوې چرته چې د کډوالو يو كيمپ په نښه كړې شوې چې په نتيجه كښې يې يو فلسطينې شهيد شوې۔دغسې اسرائيلي پوچ غزه ښار كښې په يوه ودانۍ هوائي بريد كړې چې په نتيجه كښې يې د فلسطين طبي عملې يو غړې او د هغه زوې شهيدان شوي۔د يادونې وړ ده يوه ورځ وړاندې جاري كړې شوو شمېرو له مخې اسرائيلي پوځ تراوسه غزه كښې 73000 فلسطينيان شهيدان كړي چې پكښې زياتره ميرمنې او ماشومان شامل دي۔










