د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان سكاؤټس كيډټ كالج بټراسي كيډټس ملاقات

  پیښور 15جون(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د ګل په ورځ د پاكستان سكاؤټس كيډټ كالج بټراسي٬مانسهره پرنسپل په مشرۍ كښې د كيډټس پلاوي په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔د ګورنر هاؤس وياند له مخې په دې موقع فيصل كريم كنډي ووئيل  د پاكستان مستقبل معمارانو ته په ګورنر هاؤس كښې هركلے وائيم٬د نن كيډټس به سبا د هېواد قيادت او بيلو څانګو كښې د …

 

پیښور 15جون(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د ګل په ورځ د پاكستان سكاؤټس كيډټ كالج بټراسي٬مانسهره پرنسپل په مشرۍ كښې د كيډټس پلاوي په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔د ګورنر هاؤس وياند له مخې په دې موقع فيصل كريم كنډي ووئيل  د پاكستان مستقبل معمارانو ته په ګورنر هاؤس كښې هركلے وائيم٬د نن كيډټس به سبا د هېواد قيادت او بيلو څانګو كښې د قام خذمت كوي۔ده ووئيل  كيډټس كالج بټراسي د صوبې ښو تعليمي ادارو كښې شمېرلې كيږي۔شهيدې محترمه بينظير بهټو  د كيډټ كالج بټراسي بنياد اېښودو سره د ځوانانو په تعليم كښې مهم كردار ادا كړے دے۔ده ووئيل  د كيډټس كالج بټراسي پرمختګ او ښه والي لپاره صدر مملكت ته چيټۍ ليكلې شوې٬ډېر زر به د كيډټ كالج بټراسي دوره وكړم۔ده ووئيل  د كيډټ كالج ښه والي او د زده كوونكو خېرښګړې لپاره به هر ممكن مرسته كوو۔په دې موقع ګورنر د زده كوونكو د پوښتنو ځوابونه وركړل۔د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل د نړيوال امن په اړه د هېواد عسكري او سياسي قيادت ښه كردار دے۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سره به  زده كوونكو له د اليكټرك بائيكس وركولو په اړه خبره كولې شي۔د خېبرپښتونخوا زده كوونكو ته دې ارزانه  او په رعايتي بيعو اليكټرك بائيكس وركړے شي۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا پوهنتونونو زده كوونكو ته دې بهر هېوادونو له  سكالرشپس وركړی شي