د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي د پاك فضائيې تربيتي الوتكې په پېښه د د غم دړد څرګندونه

  پېښور ۔ 15 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا  وزیراعلی سهېل آفریدی د ګل په ورځ مردان كښې د پاك فضائيې الوتكې په پېښه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د وزیراعلی هاوس پېښور وياند له مخې وزيراعلی په پېښه كښې د پائلټانو په شهادت د د غمرازۍ څرګندونې سره ووئيل قام به خپل عظيم فرزندان تل ياد ساتي۔ شهيدانو د وطن دفاع او سلامتيا …

 

پېښور ۔ 15 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا  وزیراعلی سهېل آفریدی د ګل په ورځ مردان كښې د پاك فضائيې الوتكې په پېښه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د وزیراعلی هاوس پېښور وياند له مخې وزيراعلی په پېښه كښې د پائلټانو په شهادت د د غمرازۍ څرګندونې سره ووئيل قام به خپل عظيم فرزندان تل ياد ساتي۔ شهيدانو د وطن دفاع او سلامتيا لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړه۔ وزيراعلی غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل ټول قام په دې سخت وخت كښې دوي سره يو برابر ولاړ دے۔(