كوئټه۔ 14 جون (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ غړي نوابزادہ جمال رئیساني وئېلي دي په نړيواله كچه د امن راوستو لپاره د پاکستان د يو باوري ثالث په تژكه رامخې ته كېدل د ګرد قام لپاره د وياړ باعثِ ده ۔دا کامیابی د مکالمې، سفارت کارۍ او سيمه ايز و نړيوال استحکام ودې لپاره د پاکستان د مستقل عزم عکاس ده او دې سره د يو ذمه وار او …
په نړيواله كچه د امن راوستو لپاره د پاکستان د يو باوري ثالث په توكه رامخې ته كېدل د قام لپاره د وياړ باعثِ ده ۔ نوابزاده جمال رئيساني
كوئټه۔ 14 جون (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ غړي نوابزادہ جمال رئیساني وئېلي دي په نړيواله كچه د امن راوستو لپاره د پاکستان د يو باوري ثالث په تژكه رامخې ته كېدل د ګرد قام لپاره د وياړ باعثِ ده ۔دا کامیابی د مکالمې، سفارت کارۍ او سيمه ايز و نړيوال استحکام ودې لپاره د پاکستان د مستقل عزم عکاس ده او دې سره د يو ذمه وار او د رغنده نړيوال کردار په توګه د پاکستان زياتېدونكے اهمیت هم رامخې ته شوے دے ۔د سماجي رابطې په ویب پاڼه ایکس خپل پیغام كښې نوابزادہ جمال رئیساني وزیراعظم محمد شهباز شریف، چیف آف آرمي اسټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر او په دې مهمه کامیابی كښې کردار ادا کونكو ټولو كسانو د هڅو ستائنې سره ووئېل د دوي قیادت، بصیرت او ډېر محنت ستائنې جوګه دے ۔ده ووئېل د خبرو اترو کامیابۍ نه يوازې په نړيواله ورورولۍ كښې د پاکستان وقار او تشخص زيات كړو بلکې منطقه او ټوله ڼړۍ كښې يې د مرستې ، باور او د تل پاتي امن و خوشحالۍ نوې موقعې هم راپیدا به كړي ۔








