کوئټه۔ 14 جون (اے پي پي) د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټي د ورلډ بلډ ډونر ډے په موقع خپل پېغام كښې ووئېل دا ورځ د انسانیت د خدمت، ایثار او سماجي ذمه وارۍ جذبه رامخې ته كوي ۔ ده ووئېل د وينې يوه عطیه د كوم انسان لپاره د نوي ژوند او امید پیغام جوړېدې شي ، دغسې د محفوظ او رضاکارہ وينې شتون د يو موثر …
د بلوچستان وزیراعلی د وينې عطيه كولو په نړيواله ورځ پیغام

مزید خبریں
کوئټه۔ 14 جون (اے پي پي) د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټي د ورلډ بلډ ډونر ډے په موقع خپل پېغام كښې ووئېل دا ورځ د انسانیت د خدمت، ایثار او سماجي ذمه وارۍ جذبه رامخې ته كوي ۔ ده ووئېل د وينې يوه عطیه د كوم انسان لپاره د نوي ژوند او امید پیغام جوړېدې شي ، دغسې د محفوظ او رضاکارہ وينې شتون د يو موثر صحت نظامِ بنیادي ضرورت دے ۔وزیر اعلی ووئېل د پیښو ، عملياتو، د زېږون او نورو مختلف ناروغيو په مهال ژژند په وخت وينې وركولو سره تړون لري ، ځكه د ټولنې هر وګري له په رضاکارنه توګه د وينې عطیہ كولو جذبه زيانول پكار ده۔میر سرفراز بګتي ووئېل حکومت اولس ته په وخت او معیاري طبي سهولیات ورسولو لپاره د صحت څانګه كښې تاریخي اصلاحات معارفي کوي ۔ ده ووئېل پیپلز ایئر ایمبولینس سروس لرې پرتو سيمو كښې د رنځورانو سمدستي طبي مرسته كښې مهم کردار ادا کوي او د ایئر ایمبولینس د لارې د منتقل کېدونكو رنځورانو ځان بچ كولو كښې د محفوظې وينې شتوالے کلیدي اهمیت لري۔









