د یمن  په پوځي کیمپ كښې  چاؤدنه ، 12 اهلكار  په حق ورسېدل

  صنعا۔11جون  (اے پي پي)د یمن په سوئېلې ساحلي ښار عدن  كښې د  حکومت مرستياله پوځ په پوځي کیمپ كښې چاودنې څخه 12 اهلکار په حق ورسېدل  او ګن ژوبل شول ۔ د شنهوا تر مخه يو امنيتي عهدیدار د نامې نه ښودولو  په شرط وئېلي دي د زيارت په سهار د عدن په  الممداراہ كښې د جائنټس بریګیډز تر سېوري لاندې  پوځي کیمپ كښې چاودنه  وشوه ،د چاودنې غږ …

 

صنعا۔11جون  (اے پي پي)د یمن په سوئېلې ساحلي ښار عدن  كښې د  حکومت مرستياله پوځ په پوځي کیمپ كښې چاودنې څخه 12 اهلکار په حق ورسېدل  او ګن ژوبل شول ۔ د شنهوا تر مخه يو امنيتي عهدیدار د نامې نه ښودولو  په شرط وئېلي دي د زيارت په سهار د عدن په  الممداراہ كښې د جائنټس بریګیډز تر سېوري لاندې  پوځي کیمپ كښې چاودنه  وشوه ،د چاودنې غږ د ښار په زياتره  سيكمو كښې واورېدلې شو ۔ امنيتي عهددار ووئېل  د ابتدائي معلومات تر مخه مطابق د چاودنې سبب  د کیمپ د وسلې ګودام كښې   شارټ سرکټ ؤ  ۔ د شارټ سرکټ نه  اور لمبه وكړه  كومه چې د بارود تر زخيرې ورسېده ،د كومې په  نتیجه كښې چې  ګودام کښې دننه  پرله پسې  چاودنې وشوې ۔ د سترګو  ليدونكو ووئېل د چاودنې نه پس  د کیمپ نه د اور غرغنډې  او لوګے ختلو   او پرله یسې د چاودنو غږونه  اورېدلے كېدل  ۔د چارواكو د اړخه تر اوسه كوم بيان جاري نه كړے شو  او د زيانونو مکمل تفصیلات هم نه دي رامخې ته شوي ۔

مزید خبریں