فلپائن كښې د  7.8 شدت زلزلې څخه  45 كسان مړه، 17 بے دركه

  منیلا۔10جون  (اے پي پي) د فلپائن سوئېلې جزیرې منډاناؤ ساحل سره نزدې  په راغلې د  7.8 شدت طاقتورې زلزلې په نتیجه كښې د لږ نه لږ  45 كسان مړه ، 17  بې دركه او  487 ژوبل شوي دي ۔ د شنهوا  تر مخه  د فلپائن نېشنل ډیزاسټر رسک ریډکشن اینډ مینجمنټ کونسل  ووئېل  زلزله د كل په ورځ  د منډاناؤ سوئېلې ساحلي سيمې سره نزدې راغله  د كومې نه …

 

منیلا۔10جون  (اے پي پي) د فلپائن سوئېلې جزیرې منډاناؤ ساحل سره نزدې  په راغلې د  7.8 شدت طاقتورې زلزلې په نتیجه كښې د لږ نه لږ  45 كسان مړه ، 17  بې دركه او  487 ژوبل شوي دي ۔ د شنهوا  تر مخه  د فلپائن نېشنل ډیزاسټر رسک ریډکشن اینډ مینجمنټ کونسل  ووئېل  زلزله د كل په ورځ  د منډاناؤ سوئېلې ساحلي سيمې سره نزدې راغله  د كومې نه پس چې ګڼو سيمو  كښې په لويه پیمانه تباهي وليدې شوه ۔ د چارواكو وېنا ده  د مرستې دلو په  ځپلو سيمو كښې سرچ اینډ ریسکیو کارروائۍ روانې ساتلې دي  ،دغسې د بې دركه  كسانو لټون له هلې ځلې ګړندۍ كرې شوي دي ۔ د زلزلې له امله ګنو ودانيو، سړکونو او  بنیادي ډھانچې ته زيان رسېدلے  او ګڼې كورنۍ بې كوره شوي دي  دي ۔ ژوبل شوي نزدې روغتون ته منتقل کړے شوي چرته چې ورته طبي مرسته  وركړې  كېږي  ۔حکومت  په ځپلو سيمو كښې بيړنۍ هلې ځلې پېل كړې دي  او اولس ته د احتیاطي تدابیر اختیارولو غږ شوے دے ۔د چارواكو نر مخه مرګونو او د ژوبل  شوو په شمېره كښې لا زياتوالے راتللے شي  ۔

مزید خبریں