پېښور 09 جون (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنرفيصل كريم كنډي سره د الشفا ټرسټ آئي روغتون صدر ميجر جنرل(ر)رحمت خان او د پيسكو بورډ آف ډائرېكټرز چيئرمېن حمايت اے خان ملاقات وكړو چې پكښې په خېبرپښتونخوا كښې د الشفا آئي روغتون جوړولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې په دې موقع جنرل(ر)رحمت خان ګورنر د الشفا ټرسټ آئي خذمات …
ګورنر فېصل كريم كنډي سره د الشفا ټرسټ روغتون صدر ميجر جنرل(ر)رحمت خان ملاقات
پېښور 09 جون (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنرفيصل كريم كنډي سره د الشفا ټرسټ آئي روغتون صدر ميجر جنرل(ر)رحمت خان او د پيسكو بورډ آف ډائرېكټرز چيئرمېن حمايت اے خان ملاقات وكړو چې پكښې په خېبرپښتونخوا كښې د الشفا آئي روغتون جوړولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې په دې موقع جنرل(ر)رحمت خان ګورنر د الشفا ټرسټ آئي خذمات او د سباؤن پروژو نه خبر كړو۔ ګورنر فيصل كريم كنډي په خېبرپښتونخوا كښې د سترګو رنځونو علاج لپاره د عصري طبي آسانيو په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل چې په پېښور كښې د الشفا آئي روغتون جوړول به د صوبې اولس په خاص توګه د لرې پرتو سيمو رنځورانو لپاره يو مهم پېشرفت ثابت شي۔ده ووئيل چې په ډېره اسماعيل خان كښې هم د روغتون يو يونټ جوړول ضروري دي دغسې چی د سوئېلي ضعلو غريب كسانو ته بنيادي او ضرروي طبي آسانۍ د هغوي په درشل ترلاسه شي۔ د الشفا ټرسټ آئي روغتون صدر ګورنر ته ووئيل چې الشفا ټرسټ 1985 كښې جوړ كړې شوې يو غېر سركاري او د خېرښېګړې اداره ده كومه چې په ټول هېواد كښې د سترګو د علاج٬ تحقيق او كميونټۍ آئيكيئر په څانګو كښې خذمات ترسره كوي۔ د ادارې لاندې پېنډۍ٬ سكهر٬ كوهاټ ٬ مظفرآباد٬ چكوال او د ګلګت بلتستان پشمول نورو ګڼ شمېر ښارونو كښې آئي روغتونونه كار كوي او لوے شمېر رنځورانو ته د درملنو وړيا آسانۍ وركولې شي۔












