منېلا۔8جون(اے پی پی)د فلپائن به سرنګاني صوبه كښې د 7.8 شدت سختې زلزلې دل اسه د مړو شمېره زياتېدو سره 32 شوه ٬ يو شمېر ودانې زيانمنې شوې او د سكولونو او پروازونو فعاليتونه معطل كړې شول۔ د شنهوا له مخې د فلپائن سول ډيفنس دفتر وياند جوني کاسټیلو ووئيل چې د ساحلی ښار جنوبی کوتاباتو په سانتوس سيمه كښې 10 كسان مړه شوي او 12 تر دې دمه …
فلپائن كښې د 7.8 شدت زلزله، د مړو شمېره 32 شوه ، يو شمېر ودانۍ زيانمنې شوې

مزید خبریں
منېلا۔8جون(اے پی پی)د فلپائن به سرنګاني صوبه كښې د 7.8 شدت سختې زلزلې دل اسه د مړو شمېره زياتېدو سره 32 شوه ٬ يو شمېر ودانې زيانمنې شوې او د سكولونو او پروازونو فعاليتونه معطل كړې شول۔ د شنهوا له مخې د فلپائن سول ډيفنس دفتر وياند جوني کاسټیلو ووئيل چې د ساحلی ښار جنوبی کوتاباتو په سانتوس سيمه كښې 10 كسان مړه شوي او 12 تر دې دمه بې دركه دي۔ د فلپائن نېشنل پولیس له مخې د زلزلې د لاسه 134 كسان ژوبل شوي دي۔ په سانتوس كښې د سكول ودانۍ پرېوتو له امله د ماشوم له ملبې لاندې ګېرېدو اطلاعات ترلاسه شوي دي ٬ چارواكي ددې پیښې تفصيلات معلومولو هڅې كوي۔ دا سخته زلزله هغه مهال راغله كله چې د ګرمۍ له رخصتيانو وروستو هېواد كښې سكولونه يو وارې بيا پرانستلې شوې دي۔ د فلپائن د تعليم محكمې اعلان كړې چې 5,800 څخه زيات ځپلې شوې سكولونو كښې د زده كوونكو حفاظت نظر كښې نيولو سره كلاسونه ځنډولې شوي دي۔ د فلپائن انسټی ټیوټ آف وولکینولوجی اېنډ سېسمولوجی له مخې زلزله د ګل په ورځ سهار په 7:37 بجې منډاناؤ جزيرې ته نزدې سمندري سيمه كښې رامخې ته شوه۔ د زلزلې مركز وكه كښې 33 كلوميټر ژور و۔










