کوئټه 08 جون (اے پي پي) د پاکستان پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال خان رئيساني د کوئټې په سول روغتون كښې په لېډي ډاكټر د تېزاب ګردۍ پېښي غندنه كولو سره وئيلي چې دا يو ناوړه او د نه زغملو وړ فعل دے، د دې چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده۔ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل زمونږ ميرمنې په نښه كول نه …
د مېرمنو په ضد تشدد او د عدم تحفظ چاپیريال پيدا کونكي عناصر د هېڅ ډول رعايت مستحق نه دي: نوابزاده جمال خان رئيساني

مزید خبریں
کوئټه 08 جون (اے پي پي) د پاکستان پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال خان رئيساني د کوئټې په سول روغتون كښې په لېډي ډاكټر د تېزاب ګردۍ پېښي غندنه كولو سره وئيلي چې دا يو ناوړه او د نه زغملو وړ فعل دے، د دې چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده۔ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل زمونږ ميرمنې په نښه كول نه يواځې يو لوے مجرمانه فعل دے بلكه زمونږ په سماجي، اخلاقي او انساني اقدار هم بريد دے،په ميرمنو د تشدد ، ويرې ترخې او عدم تحفظ ماحول پيدا کونكي عناصر د څه ډول رعايت مستحق نه دي۔ نوابزاده جمال خان رئيساني د ځپلې شوې ډاكټرې زر روغتيا له دعا او د نېكو هيلو او د هغې كورنۍ سره د يووالي څرګندونه وكړه، ده د پېښې نه پس د بلوچستان پوليس سمدستي کارروائي او تر ملزم رسېدل د ستائني وړ وګرځولو۔ ده ووئيل د مېرمنو په ضد جرمونه كوم هم مهذبي ټولنې لپاره د شرم وړ دي۔د داسې عناصرو په ضد د فرق نه غير او سختي كاروائي ته اړتيا ده










