غزه كښې د ګرم خوراكونو 25 زره پاكټونه ووېشلې شوو ، د مرستې سامان نوې قافله ورسېده

ریاض۔8جون  (اے پی پی) سعودی عربستان فلسطيني اولس لپاره د مرستې كمپائن يوې برخې په توګه په وسطي او جنوبي غزه كښې د زيات كمزورې طبقاتو ترمينځه د 25 زره ګرم خوراكونو پاكټونه ووېشل۔ د ګرمو خوراكونو وېشل د سعودي مرستې ايجنسۍ شاه سلمان مركز لخوا د غزه په پټۍ كښې ځپليو او ضرورتمندو وګړو ته بېلو څانګو كښی د مرستې سامان رسولو هڅو ته پراختيا وركول دي۔  د سعودی …

ریاض۔8جون  (اے پی پی) سعودی عربستان فلسطيني اولس لپاره د مرستې كمپائن يوې برخې په توګه په وسطي او جنوبي غزه كښې د زيات كمزورې طبقاتو ترمينځه د 25 زره ګرم خوراكونو پاكټونه ووېشل۔ د ګرمو خوراكونو وېشل د سعودي مرستې ايجنسۍ شاه سلمان مركز لخوا د غزه په پټۍ كښې ځپليو او ضرورتمندو وګړو ته بېلو څانګو كښی د مرستې سامان رسولو هڅو ته پراختيا وركول دي۔  د سعودی سېنټر فار کلچر اېنډ هېرېټج ٬ كوم چې په غزه پټۍ كښې د شاه سلمان مركز اېګزېكټو پارټنر دے ٬ فيلډ ډلې د يو مېنكنزم لاندې د وېش عمل نګراني كوي۔ دا خبره باوري كولې شي چې زياتو ضرورتمندو كورنيو ته ترجيح وركړې شي۔