صوبے كښې د سېلګرۍ او لوبو پرمختګ لپاره ګامونه پورته كوو۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر

  پېښور 07 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر  فيصل کريم کنډي وئيلي دي صوبے كښې د سېلګرۍ او لوبو پرمختګ لپاره ګامونه پورته كوو ، شندور ميلې په موقع د ټول هېواد څخه د شائقينو پروازونو پيل كولو ته سترګي په لاره يو۔ده دا خبره د نوي نجي ايئر لائن ساؤتھ ايئر ګروپ ايډوائزر سهيل علي خان سره په پېښور ګورنر هاؤس كښې خبرو كښې وكړه څوك …

 

پېښور 07 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر  فيصل کريم کنډي وئيلي دي صوبے كښې د سېلګرۍ او لوبو پرمختګ لپاره ګامونه پورته كوو ، شندور ميلې په موقع د ټول هېواد څخه د شائقينو پروازونو پيل كولو ته سترګي په لاره يو۔ده دا خبره د نوي نجي ايئر لائن ساؤتھ ايئر ګروپ ايډوائزر سهيل علي خان سره په پېښور ګورنر هاؤس كښې خبرو كښې وكړه څوك چې خېبر پښتونخوا څخه ايئر لائن پروازونو پيل كولو انتظامات جاج اخستلو له پېښور ته تللې ؤ۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر پبلك ريليشنز آفيسر د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ملاقات په مهال ساؤتھ ايئر پلاوي ګورنر فيصل کريم کنډي له باور وركړو چې د هغه د سپارښتني له مخې ډيره اسماعيل خان څخه فلائټ آپريشن به بيا پيل كولې شي او اسلام آباد څخه ډي آئي خان،  پېښور څخه کوئټه، پېښور څخه لاهور او اسلام آباد څخه چترال پروازونه په اجازه ترلاسه كيدو به پيل كولې شي۔ ګورنر فيصل کريم کنډي زور راوړو چې شندور ميله څخه وړاندې پروازونه به د سېلګړۍ ودي لپاره مرستياله وګرځي۔