د پاکستان په ثالثی كښې د امریکا ایران مذاکراتو ملاتړ كوو٬ د ايران په ضد د كوم جارحيت نتيجو ذمه واره به امريكا وي: د روسيه خارجه وزير

سېنټ پیټرزبرګ۔5جون(اے پی پی) روسي خارجه ووزير سرګئی لاوروف وئيلي دي چې زمونږ هېواد د امريكا او ايران ترمينځه د پاكستان په ثالثۍ كښې د روانو مذاكراتو هڅو ملاتړ كوي۔ د تاس له مخې په يوه مركه كښې ده ووئيل روسيه د امريكا ايران په كومه هم كچه د روانو مذاكراتو ملاتړ كوي۔ ده ووئيل د ايران په ضد د جارحيت د نتيجو ذمه واره به امريكا وي ۔ ده …

سېنټ پیټرزبرګ۔5جون(اے پی پی) روسي خارجه ووزير سرګئی لاوروف وئيلي دي چې زمونږ هېواد د امريكا او ايران ترمينځه د پاكستان په ثالثۍ كښې د روانو مذاكراتو هڅو ملاتړ كوي۔ د تاس له مخې په يوه مركه كښې ده ووئيل روسيه د امريكا ايران په كومه هم كچه د روانو مذاكراتو ملاتړ كوي۔ ده ووئيل د ايران په ضد د جارحيت د نتيجو ذمه واره به امريكا وي ۔ ده ووئيل مونږ د خبرو اترو بشپړ ملاتړ كوو كومې چې د پاكستان په ثالثۍ كښې د واشنګټن او تهران ترمينځه روانې دي او په كومو كښی چې سعودي عربستان او مصر هم مرسته كوي۔ ده وويل مونږ د ايران او عرب هېوادونو ترمينځه خبرو ته وده وركول ضروري ګڼو او مونږ په دې كښې د خپلې برخې كردار ترسره كولو له چمتو يو۔ ده زياته كړه چې د كومې هم شخړې حل كولو له د پوځي قوت كارول مسترد كول ضروري دي۔

مزید خبریں