پېښور ۔ 05 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د جمعې په ورځ د ټانك ضلعې نوموړي سياسي او سماجي شخصيت عرفان كنډي سره د خپل پلاوي ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې ملاقت كښې په ټانك كښې وفاقي محكمه جاتو سره په اړوندو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګورنر وويل د ټانك په لويو كليو كښې د اولسي ستونزو ازالې …
د خېبر پښتونخوا ګورنر سره د ټانك ضلعې نوموړي سياسي شخصت عرفان كنډي ملاقات

مزید خبریں
پېښور ۔ 05 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د جمعې په ورځ د ټانك ضلعې نوموړي سياسي او سماجي شخصيت عرفان كنډي سره د خپل پلاوي ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې ملاقت كښې په ټانك كښې وفاقي محكمه جاتو سره په اړوندو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګورنر وويل د ټانك په لويو كليو كښې د اولسي ستونزو ازالې له د نادرا څلور دفترونه جوړولې شي۔ ده ووئيل په ضلع كښې ناامنۍ سره د مخ سيمو اولس ته د بې نظير انكم سپورټ پروګرام قسطونو ادائيګۍ لپاره د متبادل سهولت وركولو په وړاندېزونو كار روان دے۔ پلاوي د مسئلو حل حوالې سره د ګورنر كردار وستائلو۔








