تعلیم د یو قوي، سولئیز او پرمختللي بلوچستان بنياد دے ٬ د بلوچستان وزيراعلی

  کوئټه - 04 جون (اے پی پی) د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټي وئیلي دي  تعلیم د یو قوي، سولئیز او پرمختللي بلوچستان بنياد دے ٬ د بلوچستان كوم هم ماشوم به په ټاټ نه کښېني٬ هر ماشوم به غوره تعلیمي اسانيو ٬ عزت او په ځان باور سره د زده کړې حق ولري. هغه د دې خيالاتو څرګندونه د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس خپل پېغام …

 

کوئټه – 04 جون (اے پی پی) د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټي وئیلي دي  تعلیم د یو قوي، سولئیز او پرمختللي بلوچستان بنياد دے ٬ د بلوچستان كوم هم ماشوم به په ټاټ نه کښېني٬ هر ماشوم به غوره تعلیمي اسانيو ٬ عزت او په ځان باور سره د زده کړې حق ولري. هغه د دې خيالاتو څرګندونه د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس خپل پېغام كښې وكړه۔ میر سرفراز بګټي ووئیل تعلیم د یو قوي، سولئیز او پرمختللي بلوچستان بنياد دے۔ نن مونږ د لوستې شرح لوړولو ، معياري زده كړو ته ودې وركولو او هر ماشوم لپاره د باوقاره تعليمي چاپیریال جوړولو مهمې اصلاحاتي پرېکړې کړې دي۔ په 900 سكولونو كښې د ډبل شفټ تدريسي نظام ٬ د اېن سي اېچ ډي استاذانو تنخاګانو زياتول ٬ د يو ډول رېټنګ اېنډ رائټنګ مټېريل نافذ كولو ٬ په 3ي زره سنګل روم سكولونو كښې د اضافي رومز جوړولو او سكولونو كښې د ټاټ كلچر ختمولو پرېكړه شوې ده۔ده ووئېل  زما عزم څرګند دے  چې “په بلوچستان کښې به كوم هم ماشوم په ټاټ نه کښېني”، هر ماشوم به كرسۍ ٬ میز، غوره تعلیمي آسانيو ٬ وقار او په ځان باور سره د زده کړې حق لري۔  ده ووئېل زه به په شخصي توګه د دې اصلاحات د عملي كېدو نګراني كوم او د صوبې په لرې پرتو سيمو كښې به د ښوونځیو ناڅاپي دوره هم كوم

مزید خبریں