واشنګټن ۔04 جون(اے پي پي)د امریکائې کانګریس د نمائندګانو ایوانِ د ایران خلاف د جنګ بندلولو په غوښتنې اډاڼه قرار داد د 208 په مقابل كښې په 215 ووټونو منظور كړو چې پكښې د حکومتي ګوند ریپبلکن پارټۍ څلورو غړو هم د ډیموکریټس په ملګرتيا كولو د ایران خلاف د امریکائي جنګ مخالفت وكړو ۔ د بي بي سي تر مخه د قرارداد مقصد د صدر ډونلډ ټرمپ د ایران …
د امریکې د نمائندګانو اېوان د ایران خلاف د جنګ مخ نيوي له قرارداد منظور كړو
واشنګټن ۔04 جون(اے پي پي)د امریکائې کانګریس د نمائندګانو ایوانِ د ایران خلاف د جنګ بندلولو په غوښتنې اډاڼه قرار داد د 208 په مقابل كښې په 215 ووټونو منظور كړو چې پكښې د حکومتي ګوند ریپبلکن پارټۍ څلورو غړو هم د ډیموکریټس په ملګرتيا كولو د ایران خلاف د امریکائي جنګ مخالفت وكړو ۔ د بي بي سي تر مخه د قرارداد مقصد د صدر ډونلډ ټرمپ د ایران خلاف د لا پوځي کارروائۍ نه منع كول وو ۔ د امریکې د نمائندګانو اېوان د اړخه د صدر ډونلډ ټرمپ جنګي اختیارات محدود کولو لپاره دا څلورم کوشش ؤ ۔ د دې قرارداد د امریکې سینیټ څخه منظوري ضروري ده كومه چې د حکمران ګوند ریپبلکن پارټي په کنټرول كښې ده ۔د دې باوجود كه دا قرارداد په سینیټ كښې منظور هم شي نو هم دې څخه د ایران خلاف د پوځي کارروائۍ په مکمل توګه د مخ نيوي امکان لږ دے ځكه چې صدر ډونلډ ټرمپ دا ویټو کولې شي او د دغې ویټو کالعدم ګرځولو لپاره په دواړو ایوانونو كښې په دريو كښې د دوو غړو د قرارداد ملاتړ پكار دے۔







