سرینګر۔4جون (اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جمو وکشمیر كښې بې ګناه كشميري كوچنيان د رياستي ترهګرۍ زيات ښكار پاتې شوي دي٬ د كال 1989 جنورۍ مياشتې څخه تر دې دمه 933 كوچنيان شهيدان ، 1 لك 8 يتيمنان شوي دي۔ د كشمير ميډيا سروس ريسرچ سېكشن لخوا نن '' د جارحیت ښكار بې ګناه كوچنيانو نړيواله ورځ '' په موقع جاري شوي رپورټ …
كشميري كوچنيان د هندي رياستي ترهګرۍ تر ټولو زيات ښكار كيږي، د كال 1989 جنورۍ مياشتې څخه تر دې دمه 933 كوچنيان شهيدان ، 1 لك 8 يتيمان شوي دي

مزید خبریں
سرینګر۔4جون (اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جمو وکشمیر كښې بې ګناه كشميري كوچنيان د رياستي ترهګرۍ زيات ښكار پاتې شوي دي٬ د كال 1989 جنورۍ مياشتې څخه تر دې دمه 933 كوچنيان شهيدان ، 1 لك 8 يتيمنان شوي دي۔ د كشمير ميډيا سروس ريسرچ سېكشن لخوا نن ” د جارحیت ښكار بې ګناه كوچنيانو نړيواله ورځ ” په موقع جاري شوي رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې جنوری 1989 څخه تر دې دمه د هندي ځواكونو د لاسه په شهيد شوو 96 زره 4 سوه 97 كشميري وګړو كښې 933 كوچنيان هم شامل دي۔ په دې مهال يو لك 8 زره 7 كوچنيان يتيمان شوي دي۔ دې سره سره د سكول هلكانو او انجونو په شمول د زرګونو په شمېر كشميري وګړي د هندي ځواكونو په ډزو ژوبل شوي هم دي۔ په دې موقع د کل جماعتی حریت کانفرنس آزاد کشمیر لارښودو مشتاق احمد بټ په شمول نورو لارښودو په خپلو بيانونو كښې ووئيل نن كله چې په نړۍ كښې د جارحيت نښه جوړ كړې شوو بې ګناه وګړو نړيواله ورځ لمانځلې شي په مقبوضه جمو وكشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا كم عمره كوچنيانو زيات ناروا سلوك كولې شي۔ دوئي ملګرو ملتونو څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې وړاندې راشي او كشميري كوچنيان دې له هندي تشدد څخه بچ كړي۔










