كوئټه۔ 03 جون (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ بلوچستان میر سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د صوبې لرې پرتو او پسماندہ سيمو ته د برېښنا وركولو او د ترسیل نظام ښه كولو لپاره د بېلا بېلو منصوبو تفصیلي جاج اغستو له يوه مهمه غونډه د شورو په ورځ وشوه ، غونډه كښې د بلوچستان چیف سیکرټري شکیل قادر خان، ایډیشنل چیف سیکرټري ترقیات زاهد سلیم٬ د توان سېكرټري …
د صوبې هر وګري ته د بنيادي اسانيو وركړه د حكومت تر ټولو وړومبۍ آئېني او اخلاقي ذمه واري ده ٬ وزيراعلې مير سرفراز بګتي

مزید خبریں
كوئټه۔ 03 جون (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ بلوچستان میر سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د صوبې لرې پرتو او پسماندہ سيمو ته د برېښنا وركولو او د ترسیل نظام ښه كولو لپاره د بېلا بېلو منصوبو تفصیلي جاج اغستو له يوه مهمه غونډه د شورو په ورځ وشوه ، غونډه كښې د بلوچستان چیف سیکرټري شکیل قادر خان، ایډیشنل چیف سیکرټري ترقیات زاهد سلیم٬ د توان سېكرټري اسفندیار کاکړ ، د كېسكو چیف سید یوسف شاہ او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو ۔ په غونډه كښې د بلوچستان د توان محکمې د صوبې لرې پرتو سيمو كښې د كوم تعطل نه غېر او په کم مصرف د بجلۍ وركولو لپاره بېلا بېلې منصوبې وړاندې كړې شوې۔بریفنګ كښې ووئېل شول د بلوچستان پراخه جغرافیائي حدود او خورې ورې ودانۍ لپاره روایتي اوږد ټرانسمیشن لائنز او پیچلے انفراسټرکچر جوړول نه يوازې يو ګران عمل دے بلكې په بېلو سيمو كښې تکنیکي چیلنجز هم لري ۔ د دې صورتحال تر مخه په مقامي كچه د برېښنا پیدا کولو لپاره د مني پاور اسټیشنز او آف ګرډ د توان منصوبې به زياتې مؤثره او د عمل جوګه حل وي۔ غونډې ته ووئېل شول د ابتدائي ازمېښتې منصوبو د ډاډ وړ نتائجو رامخې ته كېدو نه پس به د صوبې په 17 ضلعو كښې آف ګرډ پاور اسټیشنزد جوړولو امکانات جاج اغستلے شي ۔ د دې منصوبو مقصد داسې سيمو ته ارزانه او د باور وړ بجلي وركول دي كومه چې د قامي ګرډ سره تړلې نه وي یا پرله پںې وركړه جې د مسائلو ښكار وي ۔ غونډې ته وزیراعلیٰ مير سرفراز بګټي ووئېل صوبائي حکومت د بلوچستان اولس ته ارزانه او د كوم ځنډ نه غېر د برېښنا وركولو د عمل وړ او تل پاتي منصوبو باندې كار كوي۔ده ووئېل لرې پرتې سيمې قامي پرمختګ کښې شاملولو لپاره د توان څانګه كښې جدید، مقامي او تل پاتي حل له ګامونه اغستلې كېږي ۔ د بلوجستان میر سرفراز بګټي ووئېل د توان نوې منصوبې به نه يوازې د اولس بنیادي ضروریات تر سره كوي بلكې صوبه كښې به معاشي هلو ځلو، د روزګار موقعو او د سرمایه کارۍ وده كښې هم مهم کردار ادا کړي ۔








