د طالبان رجیم خلاف بغاوت، د ملا هیبت اللہ کنټرول دوامداره ساتلو لپاره  نوې  حكم نامه جاري

  کابل۔3جون  (اے پي پي) د افغان طالبان رجیم خلاف بغاوت اوشو،ملا هیبت اللہ د کنټرول دوامداره ساتلو لپاره نوې حکم  نامه جاري كړه ۔ د افغان طالبان رجیم مرکزي قیادت او د  بدخشان ځائي قومندانانو تر مينځه  اختلافات رامخې ته شول ۔ د تفصیلات تر مخه د  بدخشان په معدني وسائلو نښتې او د اولسي   بغاوت نه پس امیر هیبت اللہ حالات  قابو  کولو لپاره  يوه سخته حکم نامه …

 

کابل۔3جون  (اے پي پي) د افغان طالبان رجیم خلاف بغاوت اوشو،ملا هیبت اللہ د کنټرول دوامداره ساتلو لپاره نوې حکم  نامه جاري كړه ۔ د افغان طالبان رجیم مرکزي قیادت او د  بدخشان ځائي قومندانانو تر مينځه  اختلافات رامخې ته شول ۔ د تفصیلات تر مخه د  بدخشان په معدني وسائلو نښتې او د اولسي   بغاوت نه پس امیر هیبت اللہ حالات  قابو  کولو لپاره  يوه سخته حکم نامه جاري كړې ده۔میډیا رپورټس تر مخه د بدخشان مرورو طالب کمانډرانو او  چارواكو د اثاثو پلټنو لپاره يو د اعلیٰ كچې پلاوې مقرر کړے  ۔ د میډیا رپورټس تر مخه د  طالبانو مشر ملا هیبت اللہ د حکم نه منونكو  ځائي كمانډرانو د نيولو دړكه وركړې ده ۔ په بدخشان كښې روان اولسي احتجاج او د زياتېدونكې كورني بغاوت كېښنولو لپاره خاص پوځي ډله هم په ځائے كړې شوې  ۔ د قندھار ګروپ او د بدخشاں ګروپ مرورو طالب لارښودو باندې فشار راوړلو لپاره ګرفتارۍ هم پېل كړې شوي  ۔ مقامي طالب کمانډر موسیٰ کاکے او  پخوانے د مائنز ډائریکټر اسلام الدین د نيولو نه پس نامعلومه ځائے ته  منتقل كړے شول ۔د نړيوالو پوهانو تر مخه په بدخشان كښې  روانې نښتې د افغان طالبانو تر مينځه  د ژورو نسلي او  سیاسي اختلافاتو واضحه ثبوت دے۔د طالبان رجیم خلاف د هېواد دننه  او  بهر  رامخې ته  كېدونكو نوو پاڅونونو  د مکمل کنټرول او  د اولس ملاتړ لرلو بې بنسټه ادعاګانې بې نقابه كړي دي