اسلام آباد۔3جون(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د ايران سفير ډاكټر رضا امير مقدم ملاقات وكړو۔ د ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې دلته ملاقات كښې ګورنر ووئيل د ایران امریکا جنګ ختمېدل تلپاتي امن لپاره زيات ضروري دے ، د امن بحالۍ سره نړيوال پرمختګ او سوكالي تړلې ده۔ ده ووئيل پاكستان امن غواړي او دې لپاره هڅې كوي۔ د …
ګورنر فېصل كريم كنډي سره د ايران سفير ډاكټر رضا اميري مقدم ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔3جون(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د ايران سفير ډاكټر رضا امير مقدم ملاقات وكړو۔ د ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې دلته ملاقات كښې ګورنر ووئيل د ایران امریکا جنګ ختمېدل تلپاتي امن لپاره زيات ضروري دے ، د امن بحالۍ سره نړيوال پرمختګ او سوكالي تړلې ده۔ ده ووئيل پاكستان امن غواړي او دې لپاره هڅې كوي۔ د ايران لخوا په اوسني جنګ كښې د اتحاد ٬ صبر او زغم له امله به پاكستان خپل مشن كښې بريالے شي۔ ګورنر ووئيل پاكستان د خپل ګاونډي او ورور هېواد پرمختګ غواړي ، وزیراعظم ، نائب وزیراعظم ، فیلډ مارشل او داخله وزير نړيوال امن لپاره متحرك دي٬ په ايران كښې امن سره به دواړه هېوادونه پرمختګ وكړي۔ فېصل كريم كنډي ووئيل ايران – امريكا خبرو ته كښېنول د پاكستان كاميابي ده ، د خېبر پښتونخوا د تجارتي او پارليماني پلاويو تبادلې ضروري دي، په خېبر پښتونخوا كښې د ايران په مرسته د معاشي پرمختګ پراخا امكانات شته ۔ ايراني سفير ووئيل ايرانے قام به په اوسني جنګ كښې د پاكستان د كردار ستائنه كوي٬ ايران تباهۍ څخه بچ كولو كښې د پاكستان عسكري او سياسي مشرتابه مهم رول لوبولے دے ، پاکستان سره سباؤن كښې به د تېلو او نورو توكو تجارت وده ومومي۔ ده ووئيل د كراچۍ په سباؤن كښې د كاروباري هلو ځلو لپاره د ګوادر ، بندر عباس الحاق ضروری دے ، په کراچی پورټ د ایراني تېلو كنټېنر ولاړ دي۔ ده ووئيل اسرائيل د امن په لاره كښې لويې خنډ دے ، ايران به په اتومو معاملو له خپل حق څخه لاس په سر نه شي۔ په دې موقعه د ايران سفير ګورنر له د ايران دورې بلنه وركړه۔ ملاقات كښې د پي پي پي مركزي سېكرټري اطلاعات ندیم افضل چن او په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د پي پي پي پارليماني ليډر احمد كنډي هم موجود وو








