پېښور ۔ 03 جون (اے پی پی) پي ډي اېم اے خېبر پښتونخوا د طوفان او باران له امله د كورونو د دېوالونو او چھتونو پرېوتو پېښو كښې د رامخې ته شوې زيانونو رپورټ جاري كړو۔ د پي ډي اېم اے خېبر پښتونخوا وياند له مخې تېره شپه د طوفان او باران له امله د كورونو چھتونو او دېوالونو پرېوتو پېښو كښې تر دې دمه 2 كسان مړه او 31 …
پي ډي اېم اے خېبر پښتونخوا د طوفان او باران له امله د شوې زيانونو رپورټ جاري كړو

مزید خبریں
پېښور ۔ 03 جون (اے پی پی) پي ډي اېم اے خېبر پښتونخوا د طوفان او باران له امله د كورونو د دېوالونو او چھتونو پرېوتو پېښو كښې د رامخې ته شوې زيانونو رپورټ جاري كړو۔ د پي ډي اېم اے خېبر پښتونخوا وياند له مخې تېره شپه د طوفان او باران له امله د كورونو چھتونو او دېوالونو پرېوتو پېښو كښې تر دې دمه 2 كسان مړه او 31 ژوبل شوي دي۔ په ژوبل شوو كښې 7 مېرمنې او 8 كوچنيان شامل دي۔ وياند ووئيل دا پېښې د صوبې په بېلو ضلعو پېښور ، چارسدہ، نوښار او بنو كښې رامخې ته شوې۔ پی ډی اېم اے، ضلعی انتظامیه او ټولې اړوندې ادارې الرټ دي۔ د پي ډي اېم اے لخوا ټولې اړوندې ضلعي انتظاميې ته ځپليو شوو سره د فوري مرستې كولو هدايات جاري كړې شوي دي۔ د وياند له مخې د طوفان او باران لړۍ د جون تر 5 مې نېټې دمه په دمه د روانې پاتې كېدو امكان دے۔ پی ډی اېم اے اېمرجنسی آپرېشن سېنټر په بشپړه توګه فعال دے او اولس دې د كومې هم پېښې په اړه اطلاع په 1700 وركړي۔








