اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال سره په اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ د نهې په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې ملاقات كښې د ډي آئي خان دينار روغتون لپاره د ريډيالوجي مشينرۍ او طبي آلاتو برابرولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع ګورنر ووئيل چې …
د ګورنر فيصل كريم كنډي د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال سره په اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ د نهې په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې ملاقات كښې د ډي آئي خان دينار روغتون لپاره د ريډيالوجي مشينرۍ او طبي آلاتو برابرولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع ګورنر ووئيل چې د سوئېلي ضلعو كېنسر رنځوران سختو ستونزو سره مخ دي٬وفاق دې طبي آلات وركولو كښې مرسته وكړي۔ په دې د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال دينار روغتون لپاره د ضروري مشينرۍ او طبي آلات برابرولو باور وركړو۔ ګورنر ووئيل چې وفاق دې د روغتيا په څانګه كښې د خېبرپښتونخوا پسمانده او ځپليو سيمو ته خصوصي پام وكړي ٬دينار روغتون ته عصري طبي آسانۍ وركولو سره به د سوئېلي ضلعو رنځورانو ته ريليف ترلاسه شي۔وفاقي وزير مصطفٰی كمال ووئيل چې خېبرپښتونخوا كښې د روغتيا آسانۍ ښه والي لپاره به هر ممكنه مرسته كوو۔








