كابل 02 جون (اے پي پي)د افغانستان په پروان ولايت كښې د مسافرو ګاډي ژورې كندې ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 8 تنه مړه او 16 ژوبل شوي۔ د شنهوا له مخې د صوبائي پوليس وياند فضل رحيم مسكنيار وئېلي دي چې دا دړدېدلې پیښه د نهې په ورځ د شنواري ضلعې په استامه سيمه كښې رامخې ته شوه چرته چې ګاډې ډرائيور څخه بې قابو كېدو …
افغانستان كښې د مسافرو ګاډي ژورې كندې ته د پريوتو پېښه٬ 8 مړه٬ 16 ژوبل

مزید خبریں
كابل 02 جون (اے پي پي)د افغانستان په پروان ولايت كښې د مسافرو ګاډي ژورې كندې ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 8 تنه مړه او 16 ژوبل شوي۔ د شنهوا له مخې د صوبائي پوليس وياند فضل رحيم مسكنيار وئېلي دي چې دا دړدېدلې پیښه د نهې په ورځ د شنواري ضلعې په استامه سيمه كښې رامخې ته شوه چرته چې ګاډې ډرائيور څخه بې قابو كېدو سره ژورې كندې ته پريوتو٬ په پېښه كښې د 4 ماشومانو پشمول 8 مسافر په ټكي مړه او 16 ژوبل شوي۔ ژوبل شوي درملنو لپاره صوبائي روغتون ته منتقل كړي شوي په كومو كښې چې د زياتره حالت اندېښمن ښودلے شي۔ د پوليس وياند د پېښې سبب سرعت ګرځولے دے








