تل ابيب 01 جون (اے پي پي) د اسرائيل وزيراعظم بنجمن نيتن ياهو خپل پوځ ته د لبنان پايه تخت بيروت سوئيلي سيمو كښې په هدفونو د بريدونو كولو امر كړے دے۔ د بي بي سي له مخې د اسرائيل وزيراعظم خپل بيان كښې پوځ ته امر كړے دے چې هغه دې د بېروت سوئيلي سيمو كښې هدفونه په نښه كړي۔ په كومه سيمه چې د بريد امر شوے …
د اسرائيلي وزيراعظم پوځ ته د بيروت سوئيلي سيمې هدفونو په نښه كولو امر

مزید خبریں
تل ابيب 01 جون (اے پي پي) د اسرائيل وزيراعظم بنجمن نيتن ياهو خپل پوځ ته د لبنان پايه تخت بيروت سوئيلي سيمو كښې په هدفونو د بريدونو كولو امر كړے دے۔ د بي بي سي له مخې د اسرائيل وزيراعظم خپل بيان كښې پوځ ته امر كړے دے چې هغه دې د بېروت سوئيلي سيمو كښې هدفونه په نښه كړي۔ په كومه سيمه چې د بريد امر شوے دے ھغه په ضاحيه نومېږي او دا د حزب اهم مركز تصور كېږي٬ د دې نه وړاندې د لبنان صدر لخوا جاري بيان كښې هغه پخپل هېواد د اسرائيل د بريدونو سخته غندنه كړې وه٬ بلخوا د لبنان په صورتحال غور لپاره د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې غونډه هم رابللې شوې ده چې پكښې به د منطقې په تازه تاٶ تريخوالي او په امنيتي وضعه د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔








