په برازيل كښې ترافيكي پېښه ٬ 15 كسان مړه

ریو ډی جنیرو۔1جون  (اے پی پی) د برازيل په قطبي ختيز رياست بهيا كښې يوه دړدېدلې ترافيكي پېښه كښې لږ تر لږ 15 كسان مړه شوي دي۔ د شنهوا له مخې فېډرل هائی وے پولیس ويلي چې دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو ټرك او يو وېن په ستره لاره يو بل سره ټكر شول۔ د پېښې سبب معلومولو له پلټنې پېل كړې شوي دي۔ چارواكو …

ریو ډی جنیرو۔1جون  (اے پی پی) د برازيل په قطبي ختيز رياست بهيا كښې يوه دړدېدلې ترافيكي پېښه كښې لږ تر لږ 15 كسان مړه شوي دي۔ د شنهوا له مخې فېډرل هائی وے پولیس ويلي چې دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو ټرك او يو وېن په ستره لاره يو بل سره ټكر شول۔ د پېښې سبب معلومولو له پلټنې پېل كړې شوي دي۔ چارواكو ويلي چې پوليس د پېښې ځاې ته رسېدلي او د مړو روغتون ته د منتقل كولو او د فرانزك پلټنيو عمل پېل كړے شوے دے۔ د اولنيو اطلاعاتو له مخې د مړو شوو شناخت تر دې دمه نه دے شوے او اړوندې ادارې د پېښې تفصيلات جمع كولو او سبب معلومولو كښې بوختې دي۔