اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) معرکه حق كښې د پاكستان لخوا د هند د ذلت نه د ډك ماتي په نړيواله كچه واضح اعتراف شوے دے، په آپريشن سندور كښې د هند تش په نامه دفاعي بريا او بې لارې كوٶنكي دروغ افشا شوي٬ د مېنځنۍ اروپا سربيائي هېواد صدر اليګزينډر ووچيچ هم د هند د S 400 دفاعي نظام د تباه كولو په اړه د پاکستاني مؤقف …
معرکه حق كښې د پاكستان لخوا د هند د ذلت نه د ډك ماتي په نړيواله كچه اعتراف٬ د سربين صدر اليګزينډر ووچيچ لخوا هم تصديق

مزید خبریں
اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) معرکه حق كښې د پاكستان لخوا د هند د ذلت نه د ډك ماتي په نړيواله كچه واضح اعتراف شوے دے، په آپريشن سندور كښې د هند تش په نامه دفاعي بريا او بې لارې كوٶنكي دروغ افشا شوي٬ د مېنځنۍ اروپا سربيائي هېواد صدر اليګزينډر ووچيچ هم د هند د S 400 دفاعي نظام د تباه كولو په اړه د پاکستاني مؤقف تصديق وكړو٬ د سربيا صدر خپلې اوسنۍ مركه كښې د غېر جانبدار تجزيه كار په توګه زمكيز شواهد او د ډېټا په بنياد حقائق بيان كړل۔ صدر اليګزينډر ووچيچ ووئيل چې د پاکستان او هند ترمېنځه په شوي جنګ كښې د چين وسلې د غېر معوملي كاركردګۍ څرګندونه كړې او د هند S-400 دفاعي نظام ريډار ئې په كاميابۍ سره په نښه كړے۔ ده ووئيل چې د چين د سيټلائټس د لارې دا مشاهده كېدې شوه چې فرانسيسي ريډار كوم ځائ تباه شوي او S-400 ريډار نظام چرته په نښه كړے شوے صدر اليګزينډر ووچيچ د مركې نكات څخه دا تاثر لا وده كوي چې هندي ميډيا د زميكز حقائقو برعکس غېر مصدقه او د مبالغې په بيانونو انحصار كوي۔ ده ووئيل چې د هند د غېر مصدقه ادعاګانو حقيقت تر ډېره وخت پټ نشي پاتې كېدې٬ ان دا چې شواهد خپله صداقت واضح كوي








