اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) د افغان طالبان رجيم لخوا د انصاف قتل عام جاري٬عدالتونه يرغمال دي او په هېواد كښې د ټوپك قانون نافذ دے٬ په افغانستان قابض طالبان رجيم آئين،عدالت او بشري حقونه د پښو لاندې كولو سره په هېواد بدترين امريت مسلط كړے دے٬ د افغان طالبان رجيم لخوا د اسلام ګمراه كوٶنكې تشريح او د خپلې خوښې په پرېكړو ګرده نړۍ څخه تنقيد روان …
د افغان طالبان رجيم لخوا د انصاف قتل،عدالتيں يرغمال، په هېواد كښې د ټوپك قانون نافذ٬ افغان مجله اټلس پريس

مزید خبریں
اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) د افغان طالبان رجيم لخوا د انصاف قتل عام جاري٬عدالتونه يرغمال دي او په هېواد كښې د ټوپك قانون نافذ دے٬ په افغانستان قابض طالبان رجيم آئين،عدالت او بشري حقونه د پښو لاندې كولو سره په هېواد بدترين امريت مسلط كړے دے٬ د افغان طالبان رجيم لخوا د اسلام ګمراه كوٶنكې تشريح او د خپلې خوښې په پرېكړو ګرده نړۍ څخه تنقيد روان دے۔ د افغان مجله اټلس پريس له مخې د افغانستان پخواني اټارني جنرل فريد حامدي ووئيل چې طالبان رجيم عدالتي او قانوني ادارو كښې اختيارات جلا والې ختمولو سره د قانوني نظام بنيادي تصور تباه كړے دے۔ ده ووئيل چې افغان طالبان رجيم تش په نامه عدالتونه خپله د پوځداري مقدمو تحقيقات كولو سره پرېكړې اوروي۔ د فريد حامدي له مخې د طالبانو په اقتدار د قبضې نه پس ټولې ښځينه پراسيکيورټرز اخوا كړې شوې دي او اوس دړكو سره هم مخ دي۔ ده زياته كړه چې افغان طالبان رجيم كښې د بندي مېرمنو شمېره د 435 فيصده څخه زياتېدو سره 1,825 ته رسېدلې ده، د طالبانو په اقتدار د قبضې نه پس کم از کم 57 پراسيکيورټرز يا د دوي كورنۍ قتل كړې شوې دي٬ د پوهانو له مخې افغان طالبان رجيم قانون، انصاف او د بشري حقونه د پښو لاندې كولو سره عدالتي نظام د ذاتي اقتدار وسله جوړه كړې ده، د افغان طالبان رجيم ظالمانه پرېكړو سره افغانستان د قانون د حکمرانۍ په ځائ د ويرې٬ جبر او په انتقام اډانه رياست بدل كړے دے۔








