رياض 30 مئي (اے پي پي) د مکه مکرمه نائب امير او د حج و عمره د مستقل کميټۍ نائب صدر شهزاده سعود بن مشعل د خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز لخوا د خانه کعبه غلاف (کسوه) د بيت الله "کليد ورورلۍ" ته حواله كړے٬ د حج و عمره وزير او د مسجد حرام او مسجد نبويۖ چارو جنرل اتھارټۍ د بورډ آف ډائريکټرز چيئرمېن توفيق الربيعه او …

رياض 30 مئي (اے پي پي) د مکه مکرمه نائب امير او د حج و عمره د مستقل کميټۍ نائب صدر شهزاده سعود بن مشعل د خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز لخوا د خانه کعبه غلاف (کسوه) د بيت الله “کليد ورورلۍ” ته حواله كړے٬ د حج و عمره وزير او د مسجد حرام او مسجد نبويۖ چارو جنرل اتھارټۍ د بورډ آف ډائريکټرز چيئرمېن توفيق الربيعه او د بيت الله چيف د “کليد ورورولۍ” عبدالمالک الشيبي د حواله كولو په دستاويزات لاسليك كړے٬ د حواله كولو دا دستوره د محرم د وړومبۍ نيټي په هجري كال 1448 د غلافِ کعبه د بدلولو د پېل اعلان دے كوم چې غلاف كعبه لپاره د کنګ عبدالعزيز کمپليکس لخوا د تور رنګ قدرتي ريښمو استعمالولو سره سږ كال د نوي غلاف تېرېدو نه پس عملي كړے شوے دے٬ د يادونې وړ ده چې د غلافِ کعبه اوچتوالې 14 ميټره دے او په پاسنۍ دريو كښې د يوې برخې په مېنځ كښې 95 سينټي ميټره پلن او 47 ميټره اوږه پټۍ ده كوم چې په اسلامي نقش ښائسته كړې شوې 16 ټوټو مشتمل ده۔ سعودي عرب نن د حج سيزن 1447 د کاميابۍ اعلان كولو سره د دې خبرې تصديق وكړو چې په دي سيزن كښې سکيورټي، تنظيم او د خدماتو يو كوټلې نظام مشاهده شوې كوم چې د الله پاك مېلمنو( ضيوف الرحمن) ته ډېر په آسانۍ او اطمينان سره د خپل مناسك ادا كولو قابل كړي۔