د اسرائيل او لبنان پوځي چارواكو ترمېنځه مذاكرات به په واشنګټن كښې كېږي

واشنګټن 29 مئي (اے پي پي) د اسرائيل او لبنان پوځي چارواكو ترمېنځه مذاكرات به نن په امريكه كښې كېږي۔ الجزيره د امريکې خبري اژان ايسوسي ايټډ پريس حواله وركولو سره ووئيل چې د لبنان او اسرائيل پوځي چارواكي به نن په  واشنګټن، ډي سي كښې د مذاكراتو په وړومبي پړاٶ كښې ګډون كوي٬ لبنان او اسرائيل د اپرېل په نمائي كښې په جنګ بندۍ پراختيا لپاره د رضا مندۍ …

واشنګټن 29 مئي (اے پي پي) د اسرائيل او لبنان پوځي چارواكو ترمېنځه مذاكرات به نن په امريكه كښې كېږي۔ الجزيره د امريکې خبري اژان ايسوسي ايټډ پريس حواله وركولو سره ووئيل چې د لبنان او اسرائيل پوځي چارواكي به نن په  واشنګټن، ډي سي كښې د مذاكراتو په وړومبي پړاٶ كښې ګډون كوي٬ لبنان او اسرائيل د اپرېل په نمائي كښې په جنګ بندۍ پراختيا لپاره د رضا مندۍ څرګندونه كړې وه٬ د دې باوجود د اسرائيلي پوځ لخوا د لبنان په ضد بريدونو كښې تېزي راغلے ده٬ د سوشل ميډيا په يو پوسټ كښې د لبنان وزيراعظم نواف سلام وئيلي دي چې په سوئيلي لبنان د اسرائيل پرله پسې بريدونه جواز نه لري۔ ده ووئيل زمونږ مقصد خپلې خاورې څخه د اسرائيل بشپړه انخلاء لپاره كار كول او پخپلو ټولو سيمو كښې د رياست اختيار زياتول دي