مکه مکرمه 29 مئي (اے پي پي) شيخ ډاکټر بندر بن عبدالعزيز بليله به په مسجد الحرام او شيخ ډاکټر عبدالمحسن بن محمد القاسم به په مسجد نبويۖ كښې د جمعې د لمانځ امامت كوي۔ د حرمين الشريفين د انتظامي چارو اهلكارو لخوا د جاري تفصيلاتو له مخې دا نوموړي علماء کرام به نن د 12مې ذوالحجه د جمعة المبارك لمونځ لپاره په الحرمين الشريفين كښې خطيب او امام مقرر …
شيخ ډاکټر بندر بن عبدالعزيز بليله به په مسجد الحرام او شيخ ډاکټر عبدالمحسن بن محمد القاسم به په مسجد نبويۖ كښې د جمعې د لمانځ امامت كوي

مزید خبریں
مکه مکرمه 29 مئي (اے پي پي) شيخ ډاکټر بندر بن عبدالعزيز بليله به په مسجد الحرام او شيخ ډاکټر عبدالمحسن بن محمد القاسم به په مسجد نبويۖ كښې د جمعې د لمانځ امامت كوي۔ د حرمين الشريفين د انتظامي چارو اهلكارو لخوا د جاري تفصيلاتو له مخې دا نوموړي علماء کرام به نن د 12مې ذوالحجه د جمعة المبارك لمونځ لپاره په الحرمين الشريفين كښې خطيب او امام مقرر كړے شوے دي٬ د دې پرېكړې له مخې په مکه مکرمه كښې به مسجد الحرام كښې د جمعې د لمانځ امامت او خطبه شيخ ډاکټر بندر بن عبدالعزيز بليله كوي او په مدينه منوره كښې په مسجد نبوي د جمعې د لمانځ امامت او خطبه به شيخ ډاکټر عبدالمحسن بن محمد القاسم كوي۔ چارواكو له مخې د حج د بابرکت ورځو له مخې په دواړو مقدس جوماتو كښې د زيارت كوٶنكو عظيم الشان اجتماعات لپاره ټول انتظامات بشپړ شوے دي دغسې چې د جمعې لمونځ په عقيدت و احترام او سوله ايز ماحول كښې ادا كول باوري كړې شي۔








