کابل/ قندھار 29 مئي (اے پي پي) په افغانستان كښې د طالبان رجيم كورنيو اختلافاتو شدت اختيار كړے دے او د طالبانو امير ملا هيبت الله اخوندزاده د لوي اختر په موقع خپلې خطبه كښې په غير مشروط اطاعت زور راوړلو سره اولس او حكومتي عهدېدارو ته سخت پېغام وركړے دے۔ د افغان ميډيا رپورټس له مخې په قندھار كښې په سخت امنيتي حصار كښې د عيد خطبې په مهال …
د طالبان رجيم په كورنيو اختلافاتو كښې شدت

مزید خبریں
کابل/ قندھار 29 مئي (اے پي پي) په افغانستان كښې د طالبان رجيم كورنيو اختلافاتو شدت اختيار كړے دے او د طالبانو امير ملا هيبت الله اخوندزاده د لوي اختر په موقع خپلې خطبه كښې په غير مشروط اطاعت زور راوړلو سره اولس او حكومتي عهدېدارو ته سخت پېغام وركړے دے۔ د افغان ميډيا رپورټس له مخې په قندھار كښې په سخت امنيتي حصار كښې د عيد خطبې په مهال ملا هيبت الله اخوندزاده ووئيل څوك چې د امير د بيعت او اطاعت نه غېر مري ھغه “د جاهليت په مرګ” مري٬ ده ووئيل چې د اسلام نه وړاندې د بتانو عبادت كوٶنكو مرګ هم د جاهليت مرګ ٶ او داسې مرګ بدترين انجام تصور كېږي۔ د طالبانو امير خپلې وېنا كښې يادګيرنه وكړه چې زما هدايات او احكاماتو نه سرغړونه به مذهبي نافرماني ګڼلې كېږي۔ ده ووئيل كه اولس د افغان رجيم اطاقت ونه كړو نو په هېواد كښې بدامني او اړې ګړې پېدا كېدې شي٬ د سياسي او سيمه ايزو چارو د پوهانو وېنا ده چې د طالبان قيادت لخوا بيا بيا په غير مشروط اطاعت زور راوړل د دې خبرې علامت دے د قندهار او كابل ترمېنځه اختلافات لا ژور شوے دي٬ رپورټس له مخې د طالبانو حکومت ځېنې اهم مشران، چې پكښې د داخله وزير سراج الدين حقاني پشمول نور سينئر وزيران شامل دي٬ په ځينې پاليسو د تحفظاتو څرګندونه كړې ده ٬ پوهانو له مخې د ملا هيبت الله اخوندزاده اوسني بيانونه د طالبان رجيم دننه د زيات شوې اختلافاتو او د ممکنه كورني فشار عكاسي كوي، چې ورسره د افغانستان سياسي صورتحال نور پېچلې كېدې شي۔








