ملګري ملتونه 26 مئي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټريش کوئټه سره نزدې په چمن پھاټک د مسافرو په شټل ټرين د ترهګرۍ بريد غندنه كولو سره ذمه وار انصاف سره د مخ كولو مطالبه كړې ده۔ تېره ورځ د دې بريد په نتيجه كښې يو شمېر مرګ ژوبله شوې وه۔ د ملګرو ملتونو وياند لخوا په جاري بيان كښې وئيلي شوي دي چې سيکرټري …
د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل په کوئټه شټل ټرين د ترهګرو بريد وغندلو

مزید خبریں
ملګري ملتونه 26 مئي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټريش کوئټه سره نزدې په چمن پھاټک د مسافرو په شټل ټرين د ترهګرۍ بريد غندنه كولو سره ذمه وار انصاف سره د مخ كولو مطالبه كړې ده۔ تېره ورځ د دې بريد په نتيجه كښې يو شمېر مرګ ژوبله شوې وه۔ د ملګرو ملتونو وياند لخوا په جاري بيان كښې وئيلي شوي دي چې سيکرټري جنرل د حق رسېدليو كورنيو سره غمرازي او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې٬ په بيان كښې وئيلي شوې چي سيکرټري جنرل د دې خبرې پخلي كولو سره ووئيل چې د ترهګرۍ هر شكل د نه قبلېدو وړ دے۔ ده په دې خبره هم زور راوړو چې په بريد كښې ذمه وار عناصر كښې په ګوته كړې شي او انصاف سره دې مخ كړې شي۔ د ملګرو ملتونو لخوا د پاکستان حکومت او اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونه هم شوې۔








