د شاهي مېلمنو  دوه ډلې حج لپاره سعودی عرب ته ورسېدلې

  ریاض۔21مئی  (اے پي پي ) د سعودي عرب شاهي كورنۍ  د مېلمنو دوه ډلې حج لپاره  سعودي عرب ته ورسېدې ۔ د اردو نیوز ترمخه تېره ورځ د سعودي د اسلامي چارو وزارت  اعلی چارواكو  حج لپاره د سعودي عرب ته د دوو شاهي مېلمنو ډلو په رسېدو تود هر كلے وكړو  ۔ وزارت بیان كښې وئېلي دي   ضیوف خادم د حرمین شریفین پروګرام حج وعمرہ  تر مخه سږ …

 

ریاض۔21مئی  (اے پي پي ) د سعودي عرب شاهي كورنۍ  د مېلمنو دوه ډلې حج لپاره  سعودي عرب ته ورسېدې ۔ د اردو نیوز ترمخه تېره ورځ د سعودي د اسلامي چارو وزارت  اعلی چارواكو  حج لپاره د سعودي عرب ته د دوو شاهي مېلمنو ډلو په رسېدو تود هر كلے وكړو  ۔ وزارت بیان كښې وئېلي دي   ضیوف خادم د حرمین شریفین پروګرام حج وعمرہ  تر مخه سږ كال  به د  104 هېوادونو نه دوه نيم زره كسان د حج قريضه ادا کوي۔وزارت وئېلي دي په دوو ډلو كښې  د 75 هېوادونو نه  1735 كسان مملکت ته رارسېدلي دي ۔ په دې  موقع شاهي مېلمنو  د مملکت د اعلی قیادت  په خاص توګه مننه وكړه  چا چې  د غوره  انتظامات  كړي  دي۔ د اردن وزارت مشیر عبدالرحمان الذنیبات ووئېل  شاهي مېلمستيا كښې د حج پروګرام تر مخه ډېر په منظم ډول  مثالی خدمات وركرې كېږي۔۔ د  اردن د قانوني چارو  صلاححكار ډاکټر مصطفی النوایسه ووئېل مملکت كښې ډیجیټل ترقۍ څخه د حج سفر له  سهولت تر لاسه شوے دے ، عازمین په اطمینان و سکون سره فریضه ادا  كوي ۔