ملګرو ملتونو د بېن المذاهب همغږۍ په اړه د پاكستان وړاندې كړے قرارداد په يوه خله منظور كړو

  ملګري ملتونه 21 مئي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د بېن المذاهب همغږۍ په اړه د پاكستان وړاندې كړے قرارداد په يوه خله منظور كړے دے ٬ ګرده نړۍ كښې د اسلامو فوبيا د زيات شوي رحجان په تناظر كښې په جنرل اسمبلۍ كښې د شورو په ورځ د پاکستان او فلپائن لخوا وړاندې كړے شوے يو مهم قرارداد په متفقه توګه منظو كړے شو چې …

 

ملګري ملتونه 21 مئي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د بېن المذاهب همغږۍ په اړه د پاكستان وړاندې كړے قرارداد په يوه خله منظور كړے دے ٬ ګرده نړۍ كښې د اسلامو فوبيا د زيات شوي رحجان په تناظر كښې په جنرل اسمبلۍ كښې د شورو په ورځ د پاکستان او فلپائن لخوا وړاندې كړے شوے يو مهم قرارداد په متفقه توګه منظو كړے شو چې پكښې په نړيواله كچه امن، عدم تشدد، د بين المذاهب او بين الثقافتي مکالمې د ودې په ضرورت زور راوړلے شوے ٬ ګڼ شمېر هېوادونو  په مشتركه توګه په وړاندې كړي قرارداد كښې په غړو هېوادونو زور راوړو چې ھغوي د نسل پرستي، د غير ملکيانو نه كركې، كركجنو وېناګانو ، تشدد او د امتيازي سلوک خاتمې لپاره شموليت او اتحاد ته وده وركړي٬ په قرارداد كښې د دې عزم هم پخلے وشو چې ټول هېوادونه دې د ملګرو  ملتونو د منشور او د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې له مخئ د بنيادي بشري حقونو او د آزادۍ احترام او تحفظ باوري كړي ۔