د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل د ختيځ بیت المقدس په شیخ جراح سيمه كښې د ملګرو ملتونو په کمپاؤنډ د اسرائیل لخوا د پوځي تنصیبات جوړولو سخته غندنه وكړه

ملګري ملتونه 21مئی (اے پي پي ) د ملګرو ملتونو  سیکرټري جنرل انتونیو ګوتریش د ختيز بیت المقدس په شیخ جراح سيمه كښې د ملګرو ملتونو  د فلسطین كډوالو  ادارې (یو این آر ډبلیو اے ) په کمپاؤنډ د  اسرائیلي چارواكو د اړخه د پوځي تنصیبات جوړولو د پرېكرې سخته غندنه كرې ده ۔شنهوا تر مخه د ملكرو ملتونو وياند سټیفن دوجارک د اړخه د شورو په ورځ جاري بيان …

ملګري ملتونه 21مئی (اے پي پي ) د ملګرو ملتونو  سیکرټري جنرل انتونیو ګوتریش د ختيز بیت المقدس په شیخ جراح سيمه كښې د ملګرو ملتونو  د فلسطین كډوالو  ادارې (یو این آر ډبلیو اے ) په کمپاؤنډ د  اسرائیلي چارواكو د اړخه د پوځي تنصیبات جوړولو د پرېكرې سخته غندنه كرې ده ۔شنهوا تر مخه د ملكرو ملتونو وياند سټیفن دوجارک د اړخه د شورو په ورځ جاري بيان كښې ووئېل شول اسرائیلي چارواكو  په جنورۍ كښې په شیخ جراح کمپاؤنډ بريد اؤ  قبضه كرې  وه٬ اوس هلته پوځي تنصیبات جوړوي ۔بیان كښې ووئېل شول  د یو این آر ډبلیو اے خلاف دا غیر معمولي او  اشتعال انګیزه اقدامات د ملكرو ملتونو  د ودانيو د  تقدس او  د تحفظ بيخي خلاف ورزی ده ۔ وياند تر مخه د ا  اقدامات شخريزو فلسطینو سيمو بشمول په ختيځ بیت المقدس كښې د یو این آر ډبلیو اے  د مسلسل هلو ځلو په اړه د  جنرل اسمبلی  په واضح مینډیټ كښې خنډان رامخې ته كول دي۔بیان كښې ووئېل شول  سیکرټري جنرل د اسرائیل د اړخه د  یو این آر ډبلیو اے  خلاف روانې  اشتعال انګیزه کارروائۍ په مكمل توګه د قبولولو وړ نه ګنآ ۔بیان كښې ووئېل شول د انصاف  نړيوال عدالتِ د وړاندې نه  واضحه كرې ده  جې داسې  ایسے اقدامات غیر قانوني دي او اسرائیل د مقبوضه فلسطین سيمو  بشمول مشرقي بیت المقدس كښې د  خودمختارۍ  اختیارات كارولو هيڅ حق نه لري ۔بیان كښې وئېلې شوي دي  اسرائیل د نړيوال قانون پابند دے چې هغه  مقبوضه فلسطین سيمو كښې  خپله غیر قانوني موجودګي زر تر زره ختمه كړي ۔سیکرټري جنرل د  اسرائیل حکومت نه غوښتنه وكره  چې هغه خپله پرېكړه بېرته واخلي  او  شیخ جراح كښې د یو این آر ډبلیو اے  کمپاؤنډ په سمدستي توګه  ملګرو ملتونو ته وسپاري ۔بیان كښې په دې خبره هم زور راوړلے شو  چې یو این آر ډبلیو اے د ملګرو ملتونو يوه مهمه ادارہ ده او  شیخ جراح كښې د یو این آر ډبلیو اے کمپاؤنډ هغسې دملګرو ملتونو  ملکیت او حدود كښې شمېرلې كېږي ۔