سوريه د اروپائي ائتلاف په بنديزونو كښې د نرمۍ هركلے وكړو

  دمشق 19 مئي (اے پي پي) د سوريه خارجه وزير اسعد الشيباني د اروپائي ائتلاف د ھغه پرېكړې هركلے كړے دے٬ چې له مخې ئې د سوريه  په ځېنې سركاري ادارو لګولې شوې بنديزونه ختم كړې شوي دي، چې پكښې د دفاع او خارجه وزارتونه هم شامل دي۔ د العربيه له مخې ده دا اقدام د دمشق او برسلز ترمېنځه په سباون كښې د مرستې امكانات ښه كېدو پلو …

 

دمشق 19 مئي (اے پي پي) د سوريه خارجه وزير اسعد الشيباني د اروپائي ائتلاف د ھغه پرېكړې هركلے كړے دے٬ چې له مخې ئې د سوريه  په ځېنې سركاري ادارو لګولې شوې بنديزونه ختم كړې شوي دي، چې پكښې د دفاع او خارجه وزارتونه هم شامل دي۔ د العربيه له مخې ده دا اقدام د دمشق او برسلز ترمېنځه په سباون كښې د مرستې امكانات ښه كېدو پلو يو مثبت اشاره ګرځولې ده۔ شيباني په ”اېکس” خپل بيان كښې د اروپائي ائتلاف د پرېكړې ستائنه هم كړے ده چې په كښې د پخواني حكومت شخصيات او د سوريه اولس په ضد په جرائمو كښې په ككړ كسانو بنديزونه په ځائ ساتلې شوے دي۔ ده ووئيل مونږ اروپائي ائتلاف سره په داسې مرسته كښې خوښي لرو كومه چې د سوريه اولس په ګټه وي او په شريك احترام اډانه وي