هند پاكستاني ٬ بنګله دېشي او افغاني وګړو لپاره د شهريت قوانين سخت كړل

  نوې ډيلې ۔19مئی(اے پی پی) هند پاكستان ٬ بنګله دېش او افغانستان سره تعلق لرونكو لپاره د شهريت په قواعدو كښې بدلون كولو سره نوې انكشافاتي تقاضې معارفي كړې دي۔ د کشمیر ميډيا سروس له مخې هندي داخله وزارت سټیزن شپ(ترمیمی)رولز2026 په سركاري ګزټ كښې شامل كړے دے چې له مخې يۍ د شهريت قوانين 2009 شېډول آئی سی كښې نوې شقونه شامل كړې شوي دي۔ د نوې قاعدو …

 

نوې ډيلې ۔19مئی(اے پی پی) هند پاكستان ٬ بنګله دېش او افغانستان سره تعلق لرونكو لپاره د شهريت په قواعدو كښې بدلون كولو سره نوې انكشافاتي تقاضې معارفي كړې دي۔ د کشمیر ميډيا سروس له مخې هندي داخله وزارت سټیزن شپ(ترمیمی)رولز2026 په سركاري ګزټ كښې شامل كړے دے چې له مخې يۍ د شهريت قوانين 2009 شېډول آئی سی كښې نوې شقونه شامل كړې شوي دي۔ د نوې قاعدو له مخې داسې ټول كسان چې د پاکستان،بنګله دېش یا افغانستان پاسپورټ لري هغوي له به خپل خواست كښې بشپړ تفصيلات درج كول وي۔ د شهريت خواست منظورېدو 15 ورځو كښې دننه به اړوند پاكستانې ٬ بنګله دېشي يا افغانې پاسپورټ اړوندو چارو ته سپارل وي۔ د داخله وزارت له مخې دا بدلون د سټیزن اېکټ 1955 سېکشن 18 لاندې ترلاسه اختيارات كارولو سره شوے دے۔ د مبصرينو له مخې نوې ضابطې سيمې سره تعلق لرونكو لپاره د شهيرت په عمل كښې نوره سختي او اضافي دستاوېزي تقاضې په ګوټه كوي