د نوې تعميراتو په مهال داسې ضوابط خپلول ضروري دي كوم چې د “نېټ زيرو اخراج” هدفونو له مخې وي۔ ملګري ملتونه

  ملګري ملتونه 19 مئي (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په ګرده نړۍ كښې د نوې تعميراتو په مهال داسې ضوابط خپلول ضروري دي كوم چې د "نېټ زيرو اخراج" هدفونو له مخې وي ځكه چې د تعميراتو څانګه د نړيوال کاربن ډائي آکسائيډ په اخراج  كښې 37 فيصده برخه پېدا كوي كوم چې د نورو څانګو نه زياته ده۔ د شنهوا له مخې دا رپورټ د …

 

ملګري ملتونه 19 مئي (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په ګرده نړۍ كښې د نوې تعميراتو په مهال داسې ضوابط خپلول ضروري دي كوم چې د “نېټ زيرو اخراج” هدفونو له مخې وي ځكه چې د تعميراتو څانګه د نړيوال کاربن ډائي آکسائيډ په اخراج  كښې 37 فيصده برخه پېدا كوي كوم چې د نورو څانګو نه زياته ده۔ د شنهوا له مخې دا رپورټ د ملګرو ملتونو د ماحولياتي پروګرام اود ګلوبل الائنس فار بلډنګز اينډ کنسټرکشن لخوا جاري كړے شوے٬ په دې رپورټ كښې د تعميراتو په څانګه كښې د کاربن په اخراج كښې په تندۍ سره په كمي راوستلو زور راوړې شوېدے دغسې چې د ماحولياتي بحران اثرات کم كړې شي او د توان په بيعه كښې كمي بېشي څخه اولس محفوظ وساتلے شي٬ د ګلوبل سټيټس رپورټ فار بلډنګز اينډ کنسټرکشن 26-2025 په لسم اېډيشن كښې د تعميراتي څانګې جاج پاليسي، سرمايه کاري، ټيکنالوجي او د مالياتي اقداماتو پشمول مهمو څانګو كښې اخستې شوې دغسې چې تر كال 2050 د “نيټ زيرو اخراج” هدف ترلاسه كولو لاره هواره كړې شي۔