جکارته۔18مئی(اے پی پی) د انډونیشیا هائي لېنډ پاپوا صوبې پلازمينې جاياوجايا ومينه سيمه كښې د قبائلي نښتو په مهال 13 كسان مړه او 19 ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې د جایاوِجایا پولیس وياند د ګل په ورځ ووئيل چې د تازه شمېرو له مخې په قبائلي نښتو كښې 13 كسان مړه شوي دي او په ژوبل شوو كښې د درې كسانو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ د …
په انډونيشيا كښې قبائلي نښتنې ٬ 13 كسان مړه ٬ 19 ژوبل

مزید خبریں
جکارته۔18مئی(اے پی پی) د انډونیشیا هائي لېنډ پاپوا صوبې پلازمينې جاياوجايا ومينه سيمه كښې د قبائلي نښتو په مهال 13 كسان مړه او 19 ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې د جایاوِجایا پولیس وياند د ګل په ورځ ووئيل چې د تازه شمېرو له مخې په قبائلي نښتو كښې 13 كسان مړه شوي دي او په ژوبل شوو كښې د درې كسانو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ د پولیس رپورټس له مخې نښتې د پیریم او کوریما قبائلي ډلو ترمينځه رامخې ته شوې۔ تشدد د زيارت په ورځ په ضلع ووما كښې پیل شو كوم چې وروستو تر جمعې ورځې د جایاوِجایا نورو سيمو ته ورسېد۔ د پاپوا پولیس مشر له مخې دا شخړه كال 2024 كښې رامخې ته شوې يوې ترافيكي پېښې سره تړون لري په كومه كښې چې د جايا د اسمبلۍ غړے مړ شوے و۔ دغه پېښې څخه وروستو د روايتي قبائلي معاوضې په معامله روانه شخړه حل نه شوه چې له امله يۍ دښمني يو وارې بيا تازه شوه۔








