نيويارك 14 مئي (اے پي پي) امريکې وئيلي دي د يوکرين بحران سولئيز هواري لپاره كردار لوبولو ته چمتو يو٬ د شنهوا له مخې دا خبره د امريكې خارجه وزير مارکو روبيو خپل بيان كښې كړې ده۔ مارکو روبيو ووئيل صدر ډونلډ ټرمپ او د ھغه ډله د شخړو سفارتي هواري كښې سهولت کارۍ لپاره چمتو ده٬ خو په تېرو څو مياشتو كښې د دې عمل رفتار كم شوے …
د يوکرين بحران سولئيز هواري لپاره كردار لوبولو ته چمتو يو۔امريکه

مزید خبریں
نيويارك 14 مئي (اے پي پي) امريکې وئيلي دي د يوکرين بحران سولئيز هواري لپاره كردار لوبولو ته چمتو يو٬ د شنهوا له مخې دا خبره د امريكې خارجه وزير مارکو روبيو خپل بيان كښې كړې ده۔ مارکو روبيو ووئيل صدر ډونلډ ټرمپ او د ھغه ډله د شخړو سفارتي هواري كښې سهولت کارۍ لپاره چمتو ده٬ خو په تېرو څو مياشتو كښې د دې عمل رفتار كم شوے دے۔ ده هيله ولرله چې ډېر زر به داسې وخت راشي كله چې به بيا دواړه ډلې خبرو ته كېښني، امريكا په دې عمل كښې د ثالثي کردار لوبولو له چمتو دے دغسې چې د جنګ بندۍ خاتمه ممكن شي۔ ده ووئيل هڅه ده چې د يوکرين بحران د خبرو اترو او سفارت کارۍ د لارې حل كړے شي۔








