بيجنګ 14 مئي (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ وئيلي دي زه هيله لرم چې كال 2026 به د چين او امريكې اړيكو لپاره يو "تاريخي او مهم سنګ ميل" ثابت شي، كوم چې به د دواړو هېوادونو په اړيكو كښې يو نوې باب پېل كړي۔ د شنهوا له مخې په بيجنګ كښې د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ سره د ملاقات په مهال شي جن پنګ …
د چين او امريکې اړيكو لپاره به سږ كال تاريخي ثابت شي۔ شي جن پنګ

مزید خبریں
بيجنګ 14 مئي (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ وئيلي دي زه هيله لرم چې كال 2026 به د چين او امريكې اړيكو لپاره يو “تاريخي او مهم سنګ ميل” ثابت شي، كوم چې به د دواړو هېوادونو په اړيكو كښې يو نوې باب پېل كړي۔ د شنهوا له مخې په بيجنګ كښې د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ سره د ملاقات په مهال شي جن پنګ ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اختلافات نه زيات مشتركه مفادات موجود دي۔ ده ووئيل د يو هېواد كاميابي بل هېواد لپاره موقعې هم وي او د چين او امريکې ترمېنځه مستحكمې اړيكې د ګړدې نړۍ په ګټه دي۔ د چين صدر زور راوړو چې دواړو هېوادونو له د حريف په ځاے شراكتدار جوړېدل پكار دي او د يو بل په پرمختګ او سوكالۍ كښې مرسته پكار ده۔ د شي جن پنګ له مخې په نوي نړيوال صورتحال كښې د لويو طاقتونو ترمېنځه په زړه پورې اړيكې د وخت مهم ضرورت دے۔ شي جن پنګ ووئيل زه د دواړو هېوادونو او نړۍ ته په رامخې ته مهم مسئلو صدر ټرمپ سره تفصيلي خبرو ته منتظر يم دغسې چې د دواړو هېوادونو اړيكو ته درست اړخ وركړے شي۔ ده زياته كړه چين او امريكې له به په ګډه د موجوده دور د نړيوالو چېلنجونو ځواب كول وي








