بيجنګ 14 مئي (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ او د ھغه د امريكې خپل همڅنګ ډونلډ ټرمپ ترمېنځه په بېجنګ كښې شوے ملاقات تر دوو ساعتو روان ٶ۔ د شنهوا له مخې د چين د پارلمان په ګريټ هال آف دي پيپلز كښې په ترسره شوي ملاقات كښې د دواړو مشرانو سره د ټيسلا او ايپل پشمول د امريكې د لويو كمپنو سي سي اوز …
په چين كښې د امريکائي صدر تود هركلے٬ د دواړو مشرانو ملاقات تر دوو ساعتو دوام لرلو

مزید خبریں
بيجنګ 14 مئي (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ او د ھغه د امريكې خپل همڅنګ ډونلډ ټرمپ ترمېنځه په بېجنګ كښې شوے ملاقات تر دوو ساعتو روان ٶ۔ د شنهوا له مخې د چين د پارلمان په ګريټ هال آف دي پيپلز كښې په ترسره شوي ملاقات كښې د دواړو مشرانو سره د ټيسلا او ايپل پشمول د امريكې د لويو كمپنو سي سي اوز هم موجود وو۔ د چين ټيلي ويژن له مخې ملاقات تر دوه ساعته نه تر زيات وخت روان ٶ۔ د دې نه وراندې د چين ګريټ هال آف دي پيپلز ته په رارسېدو د صدر ډونلډ ټرمپ تود هركلے وكړے شو او د چين پوځ يوې چټك ډلې ورته ګارډ آف آنر وړاندې كړو، د امريکې و چين بېرغونه او ګلدستې په لاسو ولاړو د چين ماشومانو د امرېكې صدر لپاره د نيكو هيلو نعرې اووهلې۔ د چين صدر د امريكې صدر سره د راغلو كسانو پشمول د خزانې وزير سکاټ بيسنټ ، د جنګ وزي پيټ هيګستھ او خارجه وزير مارکو روبيو، تجارت لپاره استازي جيميسن ګريئر او د نورو سره ستړي مه شي وكړل








