د پاكستان كردار ډېر مهم دے ٬ خليجي هېوادونو سره زمونږ همغږي هغسې دوامداره ده٬ قطر

  دوحه ۔13مئی (اے پي پي) د قطر وزیراعظم و خارجه وزير محمد بن عبد الرحمن آل ثاني  د دې خبرې تصدیق کړے دے چې دوحه په منطقه كښې  د استحکام بحالۍ لپاره  په خلیجي هېوادونو  كښې د شراکت دارو سره خپله همغږي روانه ساتلې ده ۔هغه دوحه كښې  د خپل ترك هم منصب هاقان فیدان سره يو پریس کانفرنس كښې په دې خبره  زور راوړو چې د امرېكې پشمول …

 

دوحه ۔13مئی (اے پي پي) د قطر وزیراعظم و خارجه وزير محمد بن عبد الرحمن آل ثاني  د دې خبرې تصدیق کړے دے چې دوحه په منطقه كښې  د استحکام بحالۍ لپاره  په خلیجي هېوادونو  كښې د شراکت دارو سره خپله همغږي روانه ساتلې ده ۔هغه دوحه كښې  د خپل ترك هم منصب هاقان فیدان سره يو پریس کانفرنس كښې په دې خبره  زور راوړو چې د امرېكې پشمول د منطقې  او د ټولې نړۍ لپاره د پاکستان  کردار ډېر مهم دے ۔ هغه اشاره وكره  چې قطر او  ترکیه  د پاکستان د  ثالثۍ مرسته كوي ۔د دې سره هغوي په  متنبه توګه ووئېل   منطقه د  نازکو حالاتو څخه تېرېږي  چې پرې د  وروڼرو او  دوست هېوادونو سره مشاورت ته ضرورت دے   هغه له خپلې او د ترک خارجه وزير   لخوا  د  امریکې او ایران  تر مينځه ثالثۍ لپاره د  پاکستان د کردار د ملاتړ  تصدیق وكړو ۔ هغوي هيله ولرله چې د  آبنائے هرمز تنګے به پرانستلې شي اور د سمندري بېړيو تتك راتګ به باوري كړے شي