حج آپريشن 2026: 61 زره څخه زيات پاکستاني حج كونكي حجازِ مقدس ته ورسيدل

  مکه مکرمه 11مئي  (اے پي پي) حجازِ مقدس کښې د لبيك اللهم لبيک غږونو سره د لوي څښتن د ميلمنو د راتګ سلسله په ښه ډول روانه ده ،چرته چې د تيرو 24 ساعتو په مهال نور 4,875 حج كوونكي سعودي عرب ته رسيدليدي ٬  دې نه پس هلته د موجودو پاکستانو حج كوونكو مجموعي شميره 61,147 ته رسيدلي كومه چې د مجموعي کوټې 51 فيصده ده۔  د ضيوف …

 

مکه مکرمه 11مئي  (اے پي پي) حجازِ مقدس کښې د لبيك اللهم لبيک غږونو سره د لوي څښتن د ميلمنو د راتګ سلسله په ښه ډول روانه ده ،چرته چې د تيرو 24 ساعتو په مهال نور 4,875 حج كوونكي سعودي عرب ته رسيدليدي ٬  دې نه پس هلته د موجودو پاکستانو حج كوونكو مجموعي شميره 61,147 ته رسيدلي كومه چې د مجموعي کوټې 51 فيصده ده۔  د ضيوف الرحمان خدمت او خيال ساتلو لپاره تر اوسه 1,288 اهلکار حجازِ مقدس ته په رسيدو خپلي ذمه وارۍ ترسره كوي، چې پكښې د حجيانو لارښودني لپاره 792 معاونين او طبي مرستي لپاره د ميډيکل مشن 294 ډاکټران او پيراميډيکل اسټاف شامل دے۔د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې دا مهال مکه مكرمه كښې   د پاکستانو  حج كوونكو شميره 49,495 څخه  56,408 ته رسيدلي، كوم چې مدينه منورہ كښې د حاضري نه پس مکه مکرمه ته د منتقل كيدو عمل كښې د تندۍ عکاسي کوي۔دغسې په جدہ هوائي ميدان تر اوسه 103 پروازونو څخه په مجموعي توګه 25,931 حج كوونكي سعودي عرب ته رسيدلي،د مدينه منورہ لپاره تر اوسه په مجموعي توګه 141 پروازونه آپريټ شوي۔ د حج كوونكو خدمت لپاره د پاکستان حج مشن خادمين په مکه و مدينه كښې چمتو دي،چرته چې  د آئي ټي او ميډيا سيل پشمول د ټيکنيکل څانګو 202 خادمين حجازِ مقدس ته رسيدو سره فعاله شوي۔ د سټيشن وائز تعيناتۍ له مخې مکه مکرمه كښې دا مهال تر ټولو زيات يعني 766 معاونين او 148 ټيکنيکل سټاف د حج كوونكو خذمت كوي۔

مزید خبریں