د صدر مملکت آصف علی زرداری د معرکه حق په اولنۍ سالګره اولس او وسله والو ځواكونو ته پېرزوئنې

اسلام آباد۔9مئی (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د معرکه حق په اولنۍ سالګره اولس او وسله والو ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د فیلډ مارشل سید عاصم منېر قیادت، حکمتِ عملی او جراتمندانه پرېكړې د معركه حق بريا كښې د بنيادي اهميت وړ ګرځولې او وئيلې يۍ دي چې پاكستان يو ذمه وار او امن خوښونكے هېواد دے ، د دښمن د جارحيت بشپړ او متوازن …

اسلام آباد۔9مئی (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د معرکه حق په اولنۍ سالګره اولس او وسله والو ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د فیلډ مارشل سید عاصم منېر قیادت، حکمتِ عملی او جراتمندانه پرېكړې د معركه حق بريا كښې د بنيادي اهميت وړ ګرځولې او وئيلې يۍ دي چې پاكستان يو ذمه وار او امن خوښونكے هېواد دے ، د دښمن د جارحيت بشپړ او متوازن ځواب كولو سره يۍ نړۍ ته د خپل دفاعي صلاحيت پېغام وركړو۔ د ایوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د پاک فضائیه مشر ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو او د پاک فضائیې د شاهينو غېر معمولي مهارت او پېشه ور صلاحيتونه ستائلې دي۔ ده د پاك بحريه د مشر اېډمرل نوید اشرف او بحری پوځ بشپړه آپرېشنل تياري او دفاعي صلاحيتونه قامي سلامتيا لپاره د وياړ وړ وګرځول۔ ده وويل د جمو وكشمير مسئله بايد د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كړې شي ، پاکستان به د کشمیری اولسي اخلاقي ، سیاسی او سفارتی ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل د هند لخوا د سندھ طاس لوظنامې معطل كولو هڅه آبي ترهګري ده ، اوبه د كروړو په شمېر پاكستانيانو د ژوند مسئله ده۔ ده ووئيل افغانستان دې خپله خاوره د پاكستان يا د منطقې كوم بل هېواد په ضد كارولو له ورنكړي۔ ده ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منېر هڅو سره پاكستان په منطقه كښې د توازن او استحكام علامت جوړ شوے رامخے ته شوے دے۔ د ایران۔امریکې شخړې سولييز حل لپاره د پاكستان سفارتي هڅې په نړيواله كچه ستائلې شوي دي۔ ده ووئيل پاكستانے قام او وسله وال ځواكونه د هر چېلنج مقابله كولو او د وطن دفاع لپاره په بشپړه توګه چمتو دي۔