قلعه سېف ۔23ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان اسپیشل ډویلپمنټ انیشی ایټو (بي ایس ډي آئي) تر مخه قلعه سېف كښې د فېز ون او فېز ټو په مجموعي توګه 53 پرمختيائې منصوبې تر سره كړې شوي دي ، په دې منصوبو د 85 کروړه روپو نه زيات لګښت راغلے دے ۔ د بي ایس ډي آئي چارواكو تر مخه مکمل کړې شوو منصوبو كښې مواصلاتی نیټ ورک لپاره د …
بلوچستان: د بي ایس ډي آئي تر مخه د 85 کروړ روپو 53 پرمختيائي منصوبې بشپړې شوې

مزید خبریں
قلعه سېف ۔23ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان اسپیشل ډویلپمنټ انیشی ایټو (بي ایس ډي آئي) تر مخه قلعه سېف كښې د فېز ون او فېز ټو په مجموعي توګه 53 پرمختيائې منصوبې تر سره كړې شوي دي ، په دې منصوبو د 85 کروړه روپو نه زيات لګښت راغلے دے ۔ د بي ایس ډي آئي چارواكو تر مخه مکمل کړې شوو منصوبو كښې مواصلاتی نیټ ورک لپاره د سړکونو جوړونه ، د تعلیمي ادارو او د دفترو سولرائزیشن، د څښلو پاكې اوبه وركول ، حفاظتي بندونه، سیوریج نظام او د تعلیمي آسانيو وركړه شامله ده۔ د ایف سي بلوچستان (نارتھ)، سول انتظامیه او په اولسي استازو مشتملې کمیټۍ د منصوبو د معیار او په وخت د تر سره كولو څارنه وكړه په كومه چې ځايي ودانۍ د اطمینان څرګندونه كړې ده









