وفاقي وزير محسن نقوي په مستونګ كښې د 9 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

  اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بلوچستان په ضلع مستونګ  كښې د "آپريشن ردالفتنه-3" له مخې د ترهګرو ناٶړه عزائم خاورې كولو سره د 9 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه كړې ده۔ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې محسن نقوي ووئيل د سكيورټي فورسز په مېړنو ځوانانو قام وياړ لري۔ وفاقي وزيرمحسن …

 

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بلوچستان په ضلع مستونګ  كښې د “آپريشن ردالفتنه-3” له مخې د ترهګرو ناٶړه عزائم خاورې كولو سره د 9 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه كړې ده۔ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې محسن نقوي ووئيل د سكيورټي فورسز په مېړنو ځوانانو قام وياړ لري۔ وفاقي وزيرمحسن نقوي په آپريشن كښې برخه اخستونكو ځوانانو او چارواكو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل  ټول قام د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې  خپلو امنيتي ادارو سره ولاړ دے۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې د فتنة الهندوستان او فتنه الخوارجو په ضد آپريشنز به په بشپړ قوت، وحدت او  پرېكنده ډول د كوم تعطل نه غېر روان وي